افغانستان

کابل کې سرتيري برید ۱۵ پوځي سلاکارانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د پلازمېنې کابل امنيتي چارواکي وايي، چې نن سهار وختي شاوخوا شپږ نيمې بجې د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند قصبې سيمه کې د بهرنيو عسکرو د سلاکارانو پر يو کمپ سرتيری بريد شوی.

د کابل د پوليسو مشر جنرال ظاهر وايي، چې نوموړي کمپ کې ټول بهرنيان دي او ساتونکي يې هم ګرد بهرني عسکر دي او هيڅ افغان نوموړي مرکز کې نشته.

جنرال ظاهر وايي، چې سرتيري بريد کې څلور بهرنيان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د وژل شويو کسانو هويت لا نه دی څرګند شوی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې کابل هوايي ډګر ته څېرمه قصبه سيمه کې د بهرنيو عسکرو د استخباراتو پر مرکز سرتيري بريد کې پنځلسو بهرنيو استخباراتي کارګرانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مجاهد د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې سرتيري بريدګر موټر سايکل او له چاوديدونکو توکو ډک واستکټ سره ځان د کمپ دروازې ته ورساوه، چېرته چې هر سهار بهرنيان د تعليم په موخه راوځي.

مجاهد زیاتوي، چې دوی دا بريد له پخوا پلان کړی و، چې نن سهار يې ترسره کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x