ورزش

رونالډو پر ټولنیزې رسنۍ «انسټاګرام» له فوټبال زیاتې پیسې ترلاسه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): کریستیانو رونالډو چې د فوټبال په نړۍ کې یو له مشهورو لوبغاړو څخه شمېرل کیږي یوازې د ټولنیزې رسنۍ «انسټاګرام» له لارې پر یوه پوسټ زرګونه امریکایي ډالر ترلاسه کوي.

د پرتګال مشهور فوټبال ستوري رونالډو ریکارډونه له فوټبال ورهاخوا ټولنیزو رسنیو ته هم رسېدلي چې د نړۍ نور ستوري یې شاته پریښې او تر ټولو زیاتې لاسته راوړنې لري.

د هسپانیا اقتصادي ورځپاڼې «ایکسپينشن» له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې رونالډو د خپل ایټالوي کلب یوونتوس کلني معاش په پرتله د ټولنیزو رسنیو له لارې ډيرې پیسې ترلاسه کوي.

رونالډو د یوونتوس کلب څخه کلنۍ ۳۱ ملیونه یورو لاسته راوړي، خو پر انسټاګرام د یوه پوسټ څخه ۱.۳۵ ملیونه یورو چې ۱.۶۰ ملیونه امریکایي ډالر او شاوخوا ۱۳۰ ملیونه افغانۍ کیږي، ترلاسه کوي.

۳۶ کلن فوټبالر د نړۍ تر ټولو لومړی کس دی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې زیاتې پيسې ترلاسه کوي. هیره دې نه وي چې نوموړی پر انسټاګرام په نړۍ کې تر ټولو زیات پيروان هم لري چې شمېر یې ۳۰۸ ملیونو ته رسیږي.

دغې ګټو او سترو لاسته راوړنو تېر کال رونالډو لومړی میلیاردر فوټبال لوبغاړی کړ چې ورپسې د فوټبال مشهور ارجنټایني ستوری لیونل میسي دی.

باید وویل شي چې پر ټولنیزې رسنۍ انسټاګرام دوهم زیاتې پیسې ترلاسه کونکی مشهور پخوانی ریسلر ډاین جانسن مشهور په «د راک» دی، چې په یوه پوسټ یو نیم ملیونه ډالر ترلاسه کوي، په دغه لیست کې هندی مشهور کرکټر ویرات کوهلي هم په لومړیو کسانو کې شامل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx