د ۳۹ شمېرې د دولت لپاره ستر سرخوږی جوړ کړی

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت له دیني علماو، لیکوالانو، رسنیو او مدني ټولنو  څخه غوښتي څو د ۳۹  شمېرې پر ضد له دوی سره په ګډه جدي مبارزه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د ۳۹ شمېرې سره د افغانانو حساسیت له امله اوس څوک د ۳۹ نمبر پلیټونو په خپلو موټرو  نه لګوي او له همدې امله د نمبرپلیټونو ویشنه په ټپه ولاړه ده.

صدیق صدیقي په کابل کې د ترافیکو د مدیریت د عمومي مدیر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې زیاته کړه چې د نمبرپلیټونو د ویشنې بهیر د دریدلو له امله د دافغانستان دولت په عوایدو هم منفي اغېز کړی.

صدیقي په وینا دا بيخي له منطقه لرې ده چې دوی د ۳۹ شمېره حذفه کړي.

چارواکي وايي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې هغه نمبرپلیټونو چې ۳۹ شمېره په کې وي ډیر کم ویشل شويدی.

صدیقي له خلکو وغوښتل څو د ۳۹ شمېرې نمبرپلیټونه په خپلو موټر ولګوي څو د نمبرپلیټونو د ویشنې جریان په عادي توګه روان شي.

د کابل د ترافیکو پولیس وايي چې د ۳۹ شمېرې سره د خلکو د حساسیت له امله نه یواځې دا چې د نمبرپليټونو د ویشنې بهیر په ټپه دریدلی بلکې د ترافیکو د مدیریت ټول کارونه یې هم په ټپه درولي دي.

د کابل د ترافیکو د مدیریت عمومي مدیر اسدالله په دغه خبري ناسته کې وویل چې تقریبا د ترافیکو مدیریت ته له هغې وروسته چې د نمبرپلیټونو ویشل دریدلي، ۱ میلیارد افغانۍ زیان رسېدلی دی.

د ترافیکي پولیسو مدیر همدا راز زیاته کړه چې اوسمهال لږ شمېر پلیټونه چې په ۳۹ عدد يې په ترکیب  کې شته د کابل د ترافیکو په اداره کې پراته دي او څوک يې اخېستلو ته تیار نه دي.

د نوموړي په وینا تر هغې چې دغه نمبرپلیټونه ویشل شوي نه وي، دوی نوي پیلټونه نه ویشي.

په افغانستان کې زیات شمېر خلک د (۳۹) شمېره (بې ناموسه شمېره) ګڼي او هغه نمبرپلیټونه چې د ۳۹ شمېره په کې راغلي وي، له استعمال څخه یې ډډه کوي. د هغو موټرو چې د نمبرپليټ په ترکیب کې يې د ۳۹ شمېره راغلي وي د خپل نرخ څخه په ارزانه پلورل کیږي او زیات شمېر خلک يې اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.

یواځې نمبر پلیټ نه، بلکې د کور شمېره او د تلیفون شمېره کې هم نه غواړي چې د ۳۹ شمېره ولري.

د ۳۹ شمېرې سره تر هغې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې مبارزه پیاوړې شوه چې په ۲۰۱۱ کې د لویې جرګې په خیمه کې د سولې د مشورتي جرګې د ۳۹ کمېټې غړو دا نوم د ځان لپاره غوره ونه باله او لرې یې کړ.

دیني علما وایي چې هیڅ یوه شمېره تر بلې شمېرې ښه نه ده. دغه انګېرنه ناروا او مننونکي يې ګنهګار دي.

په افغانستان کې افغانان ځوانانو ددغه شمېرې پر ضد پياوړې مبارزه وکړه او دا یې یو خرافاتي عمل وباله.

د ۳۹ شمېرې حساسیت په پیل کې یواځې هرات کې و او وورسته د افغانستان نورو سیمو ته وغځېدلو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خان
میلمه
خان

دا د شیعګانو شمره ده په داسی حل کی چی ټول ایرانی شیعګان موردګاوان (بی ناموسان) دی بیا هم دوی په دی نوم خوا بدوی دوی خو باید چی هر یو یی په خپل تندی باندی د بی ناموس کلیمه ولیکی تر څو ښه سودا یی وشی تاسو ایران ته ولاړ شی د صیغه په نامه څومره عامه فحشه روانه ده چی په داسی اندازه فحشا به په هیڅ بهرنی ملک کی ونه وینی.