نړۍ

بلوچستان: دری امنیتي کسان ووژل شول

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۹) کوټه: تیره ورځ دبلوچستان ایالت په ډیره بکټي کی شاهرګ سیمه ته څیرمه دنامالومو وسلوالو له لوري په سیمه کي دتیولو اوځمکنیو زیرمو دپلټونکی اداري امنیتي پرسونل تربرید لاندی راغلو چي له امله یی دري کسه وژل شوی اودري نورژوبل شوی دي.

یوه پاکستاني شرکت له یوه چینایی شرکت سره یوځای دبلوچستان ایالت په هرنایی ضلعه کي دهزارډم په سیمه کی له تیرو دوو کلنو راپدي خوا دتیلو او ګازو دموجودیت په اړه څیړني کوي

، یوي پاکستان انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبرورکړی وایی کله چه دیاد شوی شرکت پرسونل دشاهرګ سیمی ته ورسیدل وسلوالو کسانو چی له وړاندي یی کمین نیولی ورباندی دزي وکړی.

خبرزیاتوي ډزو له کبله دشرکت یوامنیتی کس ځاي پرځای وژل شوی اوشپږنور ژوبل شوه چي وروسته وروغتون پرلاره باندي دوو نورو کسانو هم سا ورکړه.

دپیښي پړه بلوڅو ازادی غوښتونکو وسلوالو په غاړه اخیستي ده، ویل کیږی دشرکت امنیتي کسانو له وسلوالو سره تریوه ساعته پوري مخامخ جګړه کړی ده.

دبلوچستان دهرنایی ضلعي یوه حکومتي چارواکي خدای نظر له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال دوژل شویو کسانو دوژني پخلي کړی دي، نوموړی زیاته کړه دپیښي ځای ته نورامنیتی کسان رسیدلی دی سیمه یی کلابنده کړي اووسلوالو لټون یی پیل کړی دی.

دبرید له کبله وژل شویو کسانو کی جمیل حسین، اعجازاحمد اوشهبازعلي شامل دی، اوژوبل کسانوکی تاج علي خټک، حسین خټک، زیشان اومحمد حنیف شامل دی.

ډان نیوز زیاته وي چي دبلوڅ ازادي غوښتوني وسوالي ډلی ویاند له نامالوموځایه له رسنیو سره دتلفون پرکرښه تماس نیولي نوموړی دبرید پړه په غاړه اخیستي اوزیاته یی کړ چی وسلوالو یی دیوه برید په ترڅ کی څلور امنیتی پرسونل وژلی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x