د روژې مبارکه میاشت

روژه په اسلام او ساینس کي -۲۴

لیکوال: عبدالغفار جبیر

)(Creatinine)څه شی دی؟

کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چې دپښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبه کیږی۔

دالوی نعمت اوبه یواځی په دې دنیاکی غوره نعمت نه دی بلکې په اخرت کی په جنتوکی هم دشیدودعسلودشرابودنهرو(ویالو، والو) سره یوځای یوه واله داوبوده لکه په سورت محمدکی چې راځی:
(سورت محمد ۱۵)

مثل دصفت بیان دجنت هغه چې وعده ئې کړی شوی ده له پرهېزګارانوسره، په هغه کښې ویالې دی له اوبوچې نه به وی بدخونده (بدلېدونکی په مزه اوبوی کښې)اوویالې دی دشیدوچې نه به وی متغیرې  خونددهغو،اوویالې دی له شرابوچې مزه ورکوونکی دی څیښونکوته، اوویالې دی له شاتو(عسلو) صفاکړشوی.اودوی ته به دغه (جنت) کی له هرډول میووڅخه، اومغفرت دی له ربه ددوی په شان دهغه دی چې تل دی په اورددوږخ کښې اوپه وبه څیښلی شی اوبه ډیرې تودې پس پرې به کړی کولمې ددوی.۔

په قرانکریم کی اوبه دژوندیوه سرچینه نه بلکې پخپله ژونددی، که موږاوتاسی څه لږدځمکې دکُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته شواووسپوږمۍ، مریخ اونورشمسی نظام ته؛ هلته چې ستورمزلې (Astronauts)تللی دی، پخپلوسترګوئې هرڅه لیدلې اومشاهده کړی دی، اویائې موږپه ویډویوګانواوانځورونوکی ګوروهلته داوبوهیڅ څرک نشته اوهلته بلکل اوبه شتون نلری؛ اوځینې بیاډېرلږداسی یوتصور(نه حقیقت) لری چې په نوروسیاروکی هم دژوندامکان شته، خوداساینس په کلکه سره ردکړیده اوتراوسه ئې هیچاهم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیری موږدتمدنونووزانګو(اسیا)ته راشواویاپه عمومی ډول سره وځمکې ته راشونوداهغه ځمکه ده،چې ۱۲۴۰۰۰ دلوی څښتن استازې پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکې ته راغلی دی، اودبشریت لومړی پلارحضرت سیندناادم علیه السلام پرځمکه باندی جوړاوپیداشو، که بالفرض بل ځای دژوندامکان وای اویابل ځای ژوندشوی وای، نوپه الهی اواسمانی کتابوکی به ئې ذکرشوی وای، اوحال داچې دادقران کریم فیصله ده چې هرقوم ته یولارښونکی لېږل شوی دی، دځمکې څخه ماسوی نه ژوندشته اونه هم امکان درلودلای شی، نه ئې دوحی اونه ئې دپېغمبرذکربل ځای راغلی دی اونه هم بل ځای انسانان شته، چې هرې سیارې ته ستورمزلی تللی دی هلته اکسیجن اواوبه نشته چې داپه ساینس سره څرګندیږی چې دځمکې څخه بل ځای هیڅ ژوندنشته، نه عقلاددې دلیل څوک لری اونه هم نقلا،

حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې (کل شی ء خلق من مآء) هرشی داوبوڅخه پیداشوی دی۔
په تفسیر ماجدی په دوهم ټوک کی راغلی دی:

دژوندپوهنې (Biology) په څېړنوکی راځی چې دهرشی اصلی عنصرپروتوپلازم (Protoplasm) دی، چې دپروتوپلازم زیاته برخه اوبه دی۔

پروتوپلازم (Protoplasm) څه شی دی؟

یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدی ماده ده چې دژوندۍ ژونکې (حجرې) لپاره اړینه ده۔

یوساینس پوه پخپلوڅېړونوکی وایی چې دژوندارزښتناکه شی اوبه دی، اوتراوبوپه ژوندکی بله قیمتی اواوزښتناکه مایع اونعمت نشته، که داوبوپه نظام کی څه لږفکروکړونوهمدااوبه چې دبخارپه بڼه ورڅخه وریځ جوړیږی، اوهرځای چې قحطی اویاوچکالی وی هلته دباران، دواورې اویاهم دژلیوپه بڼه سره اوری اوانسانان ورڅخه خپله پوره استفاده کوی، په پای کی وایم چې اوبه دانسان د ژوند، کښت اوزراعت اوهرڅه اصلی محوردی۔

اوبه اوژوندژواک(حياتي توان)
(Water is Life and Life) Water and Vitality

ډاکټرهلوک نورباقی لیکی:

دژوندژواک(حیاتي ژوند) اوژوندترمینځ دیوه باریک ویښته په شان توپیرشتون لری، ژونددیوه اسکلیټ بڼه لری اوژوندژواک (Vitality) په اسکلیټ کی دورسپارل شوی کارونوفعالیت وسرته رسوی، دژوندبنسټیز واحد ډی این اې DNA(Deoxyribonucleic Acid) چې دلومړی ځل لپاره جیمس ډی واټس په ۱۹۵۰ کی پیداکړ، اوداورګانیزم دښه پېژندولوپه موخه داکارترسره شو؛ حال داچې مخکی داسی پرمختګونه نه وه شوی، چې اوس د(ډی این اې) په وجه باندی دهرچاپېژندل اودذات ښه مطالعه کیږی، په دې حیات برخه کی اوبه خپله پوره ونډه لری۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x