نظــر

باګرام هوايي میدان

احمد جاويد شکيب

له  څو ورځو  د باګرام له هوايي میدان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه په نړيوالو رسنيو کې بیلابیل لیکوالان مقالې خپروي.

د الجزیرې په ویبپاڼه کې مې ولوستل چې باګرام هوايي میدان د لومړي ځل لپاره په  ۱۹۵۰ کال کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا  جوړ شو.

د ظاهر شاه بابا حکومت لپاره د باګرام د نظامي هوايي میدان جوړول د امریکامتحده ایالاتو  بلاعوضې مرستې وې، چې د افغان حکومت سره يې وکړې خو د امریکا د متحده ایالاتو لپاره  بیا د باګرام هوايي میدان جوړول په سړې جګړې کې  د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د مورچل جوړول و.

له دې سره ماته زموږ د یوې استادې د یوې  ورځې تقریباً د نیم ساعت لکچر راپه یاد شو.

زموږ همصنفیانو کې کوم کس د نړیوالو مرستو ته بلاعوضه کلمه کارولې، زموږ استادې د کلمې سره مخالفت وکړ ډیر استدلال یې وکړ، چې نړیوالو اړیکو کې بلاعوضه مرستې بلکل شتون نه لري. مرستې د اپين او یا هم د ماهي د نیولو لپاره په چنګک کې خواړه  دي. په نړیوالو اړیکو کې هیڅ هیواد له بل سره د غرض پرته مرسته نه کوي.

د امریکامتحده ایالاتو سره په ۱۹۵۰ کال کې همدا فکر وو، چې یوه  ورځ به همدا نظامي هوايي میدان د دوي وي.

همداسې وشول له تیرو شلوکالو څخه دوی په همدې نظامي هوايي میدان کې میشت وو. له همدې هوايي میدان څخه له شماله تر جنوبه په زرګونو د افغانانو کورونه وران او ویجاړ او په سلګونو زره کسان يې شهیدان کړل.

بهترین د انسانانو د الله سبحانه و تعالی دوستان او  ولیان يې په همدې هوايي میدان کې زنداني او شکنجه  کړل.

اسوشیډټ پرس د باګرام زندان په هکله د پخوانیو بندیانو سره مرکې کړې هغوي وايي کله چې د باګرام نوم واورو نو د بندیانو چیغي او فریادونه مو غوږونو ته راځي.

اسوشیدت پرس وړاندې لیکي، چې له باګرام څخه د امریکا وتل د طالبانو لپاره سمبولیکه بریا او د امریکا ناکامي ده.

باګرام هوايي میدان که څه هم د ځینو لپاره شکنجه، زندان ، شهادتونه او له دې هوايي میدان څخه د الوتکو په ذریعه د دوي د کلیو او کورونو وراني او ویجاړي معنا لري؛ خو د ځینو نورو لپاره بیا  باګرام د سرو زرو چرګه وه.

ځینې په باګرام کې  د امریکایانو د تشنابونو له پاکولو  څخه د افغانستان او سیمې په سطحه لوی لوی  تجاران د پارلمان وکیلان په بهرني هېواد کې په سرمایه داره پانګه والو  بدل شول.

د امریکایانو یو قراردادي، چې اوس په هېواد کې شتون هم نه لري، د قراردادونو د پيسو یې دومره ضمیر او وجدان بدل کړی، چې اوس هم پر افغانانو د بمبارد، د خلګو د کلیو او کورونو ورانیو ملاتړ کوي.

داسي کسانو ته زما پيغام دا دی، چې کومې پیسي مو چې ګټلي که حلالي او که حرامي ښه مو کړی اوس خو امریکایانو کډي بار شوې اوس خو د نفرت او د مسلمان د ویني د بهیدو او د اشغال دوام  ته مه خوشحاله کیږئ.

تاریخ دا هر څه لیکلي دي.  د رب العالمین بدله د امریکايانو د  تشنابونو او … پیسو د ګټلو سره نه  پرتله کیږي د الله بدله په میلیونو چنده لوړه ده. هغه افغانان چې بي ګناه په بګرام کې بندیان او شهیدان شوي الله دې بدله ورکړي.

الله دې ټول هیواد د بهرنیانو له تسلط څخه خلاص کړي.

شکیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ښه ليکنه ده ، هيڅ يوه پيشي د خدای لپاره موږک نه نيسي، په ګران هيواد افغانستان کي دا ټولي پيشياني د غوښو لپاره غورځي پرځي او جنايتونه کوي لاغير.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx