نړۍ

دیمن وزیر دفاع له سرښندونکي برید څخه روغ ووتي

وزير الدفاع اليمني(نن ټکی اسیا سپټبر۲۰۱۱/۲۸)صنعا: یمني امنیتي کړیو خبرورکړی دي چی دهیواد وزیر دفاع جنرال محمد ناصر احمد تیره ورځ دعدن ښارپه سویل کی دالتواهي په کلي کی له یوه سرښندونکي برید څخه روغ رمټ ووتي، خبرزیاته وی چی دبرید له امله دري عسکروژل شوی او نه کسه نور ژوبل شوی دی.

امنیتي چارواکي وړاندي وایی کله چي سرښندونکي بریدګر وغوښتل دوزیردفاع موټر تربرید لاندی راولي ورسره په بغل کي موټرسایکال چلونکو اول دوزیردفاع پرکاروان باندي دلاسي بمونو واري وکړه، وروسته سرښندونکي ورسره خپل موټروجنګاوه.

په روان کال دغه دوهم ځل دی چی دیمن وزیر دفاع له مرګوني بریدونو څخه روغ رمټ وزي دروان کال داګست په میاشت کی نوموړي هغه وخت دیوه ځمکني ماین له چاودني سره مخامخ شوی کله چي دعدن ښارڅخه دزنجبارپه لور روان وو، دماین دچاودني له کبله دنوموړي دوه ساتونکي ووژل شول اودوه نورژوبل شول.

په عین حال کی دیمن سمیزوسرچینو خبرورکړی دي چي دهیواد دجمهوري ګارډ یو لوړرتبه قومندان یی دتیري دوشنبي په ورځ دمخالفینو له یوه کمین سره مخ شو، خبرزیاته وي دیمن دحکومت مخالفینو تیره شپه ناوخته دتعزوښارته څیرمه دهیواد دجمهوري ګارډ دیوه وتلی قومندان وکاروان ته کمین نیولي وو، چی له امله یی دقومندان څلورساتونکي وژل شوی، خوخپله نوموړی له پیښی څخه روغ وتلي دي.

همدارنګه دیمن په ختیځ کی دحکومت مخالفینو دتیلو نل لیکي تخریب کړی دي چي په سیمه کی یی دتیلو دلیږد پروسه له خنډ سره مخ کړي ده.

له بله لوري دتعزپه ښارکی دامنیتی ځواکونو او حکومت په خلاف مظاهره کونکو ترمنځ نښتی رامنځ ته شوی دي چي تراوسه پوري ددروکسانو مظاهره کونکو دوژل کیدو خبرورکول شوی دي، اوهمدارنګه دالسده په ښارکي هم دتیري ورځي دلاریون په ترڅ کي دوژل شویو کسانو دجنازي دمراسمو پروخت یو ځل بیا دمظاهره کونکوي اوعسکرو ترمنځ نښته رامنځ شوی ده چي له امله یی دیوه مظاهره کونکي دوژل کید خبرورکړل شوی دی.

په یمن کی دمظاهره کونکو اوامنیتی کسانو ترمنځ له هغه وروسته یوځل بیا تاو اوتریخوالي زور واخیست کله چي تیره ورځ قبایلي وسلوالو دهیواد دپلازمني په ختیځ کي دجمهوري ګارډپریوه قطعه باندی برید ترسره کړی وو، چی دقطعی دقومندان په شمولي یی ۱۱ کسه نور واړه افسران وژلی وو.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x