افغانستان

سروردانش: د اجرایوي شورا پوسټ به زموږ د ټیم وي

نن ټکی آسیا(سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳): د ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي دویم مرستیال سرور دانش ويلي دي، چې په راتلونکي حکومت کې به د اجرایوي شورا پوسټ د دوی د ټیم وي.
د اجرایوي شورا پوسټ چې په اساسي قانون کې نه ليدل کېږي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له راتګ سره يې یادونه ډېره کېږي.

ویل کېږي چې د دواړو نوماندانو تر منځ جوړ جاړی په دې شوی دی چې د یو په بریالي کېدو به بل ته د اجرایوي شورا پوسټ سپارل کېږي  چې وروسته به په صدارت بدلېږي.

که څه هم د ډاکټر عبدالله عبدالله مرستیال محمد محقق دغه څوکۍ د خپل ټیم ګڼي، خو تېره ورځ د ټاکنو د بل نوماند مرستیال سرور دانش د محقق دغه خبره رد کړه او ويې ویل چې  له احمد ضیاء مسعود سره شوې ژمنه پر ځای پاتې ده.

ويل کېږي چې د اجرايوي شورا پوسټ چې ښايي تر ټولو جنجالي او  د ډېرو رقیبانو څوکۍ واوسي، د ډاکټر اشرف غني ټیم يې دبریا په صورت کې له احمد ضیاء مسعود سره هوکړه کړې ده.
سرور دانش هم وايي چې له احمد ضیاء مسعود سره د دې څوکۍ اړوند کړې ژمنه يې یاد ده.

ویل کېږي چې د اجرايو شورا پوسټ د یو نوماند په بریالي کېدو د بل نوماند ور رسېدل ډېر امکان لري، خو دا چې د مرستیالانو رضایت به يې پرڅه وي، یو څه جنجالي مسئله ده.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې ښايي راتلونکی اجرایوي پوسټ کوم نوماند ونیسي خو ځینې مهم او کلیدي وزارتونه به يې مرستیالان په خپلو کې وویشي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې کله د ټاکنو پر سر لانجه نړیواله شوه او دحل لپاره يې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته راغی. جان کيري په څلورویشت ساعته کې د دواړو نوماندانو ترمنځ په «ایتلافي حکومت» جوړه وروکړه.

له بله پلوه د ولسمشرلومړی مرستیال یونس قانوني وايي چې د «ايتلافي حکومت» طرحه د ولسمشر د دواړو نوماندانو له خوا ور وړاندې شوې طرحه وه چې یواځې د جان کېرې په راتګ هغه تطبیق شوه، دا کومه بهرنۍ طرحه نه وه.

یاده دې وي چې هغه یوشمېر افغانان چې په تېرو ټاکنو کې يې خپلې رايې کارولې دي، د دواړو نوماندانو ترمنځ ایتلافي حکومت نه مني او ډېرو يې له غوسي نه خپل رايي کارتونه سوځولي دي او انځورونه يې په فیسبوک کې خپاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

تاند خيل بيا ائتلافي حكومت هم توجيه كوي او ليكوالان يي په دي نوم چي كواكي دهري پيشي سره منطقي برخورد وشي كوشش كوي افغانان بيا اوغولوي خو زه وايم دا ليكوالان خو دخپل ناموس خرچلاؤ هم توجيه كوي دا خو لا وڑه خبره ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x