خبرتیاوی او پیغامونه

د ټولو امریکايي اشغالګرو د وتلو او بګرام نظامي اډې د تخلیه کولو په مناسبت د حضرت احمد امین مجددي د مبارکۍ پيغام

په ډېره خوشحالۍ سره خبریږو، چې همدا نن له ګران هېواد څخه د امریکايي اشغالګرو ځواکونو وروستۍ جوپه ووتله او د هېواد په کچه تر ټولو ستره نظامي اډه او تعذیبګاه بګرام یې هم تخلیه کړه.

غواړم د هېواد د روحانیونو، مشائخو، علماء کرامو، طالبانو، مریدانو او ټولې روحاني جامعې په استازیتوب له ګران هېواد افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي او ناټو اشغالګرو ځواکونو د وتلو او شکست په مناسبت د تېر شل کلن مقدس انقلاب د سرلاري او فاتح یعني د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث و التفسیر حضرت شیخ هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله، د قیادت دواړو مرستیالانو وروڼو قدرمن الحاج سراج الدین حقاني او د امارت د بنسټګر فرزند ارجمند او نور چشم مولوي محمد یعقوب مجاهد، رهبري شورا، نظامي او ملکي چارواکو، مجاهدینو او د قلم او سنګر مبارزینو او عزیز باشهامته ملت ته د مبارکۍ مراتب تقدیم کړم.
دا د الله تعالی ډېر ستر احسان او د مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد(رح) او ستر مصلح او لوی غازي مرحوم الحاج مولوي جلال الدین حقاني (رح) په څېر د ثابت قدمه او هوډمنو سترو مسلمانو امیرانو او مجاهدینو د سوچه ایمان، اخلاص او کلک عزم برکت دی، چې له شل کلن انقلاب، قربانیو، شهادتونو، زخمونو او اسارتونو وروسته ګران هېواد د امریکا په شمول د نړۍ مستکبرو او فرعوني ځواکونو ته شکست ورکوي او دا پاک حریم د د دوی له نجس اشغال څخه خپلواکۍ تر لاسه کوي.

زه د خپل ملت او د هېواد د سترې روحاني جامعې د مشر په توګه پر نړیوالې ټولنې او د اشغالګرو په داخلي همکارانو غږ کوم، چې نور دې په هېواد کې د بهرنیو د مداخلې عوامل نه ایجادوي، افغانان دې پریږدي چې پخپله د خپل سرنوشت په اړه تصمیم ونیسي او ان شاء الله ډېر ژر په افغانستان کې یو مستحکم،قوي او هم شموله اسلامي نظام راتلونکی دی، چې هېڅوک باید ترې د خطر احساس ونلري.

زما د کابل ادارې پر ټولو نظامي، ملکي او قضايي لوړ رتبه او ټيټ مامورینو او عسکرو غږ دی، چې د بهرنیانو د دغه موجوده مسلط کړای شوي وحشي او مفسد نظام څخه بېزاري اعلان او ولس ته مراجعه وکوي او نور دې د هېواد ناورین نه اوږدويالحمدلله ټول افغانان سره وروڼه او متحد یو ملت دي. لکه څرنګه چې طالبانو هر چا ته د عفوې او یو ځای کېدو دروازه خلاصه کړې،.

همدارنګه د اسلامي امارت مشرتابه ته هم ډاډ ورکوو، چې ان شاء الله د افغانستان ټول مسلمان ملت او په ځانګړې توګه زموږ روحاني او تصوفي خانقاه، مشائخ، مدارس، علماء کرام، مریدان او طالب العلمان او ټول ولس ستاسو سره لکه څنګه چې په تېرو کلونو کې د بهرنیو اشغالګرو پر خلاف اوږه په اوږه ولاړ وو، همداسې به د شر او فساد د عواملو، پردي پالو استخباراتي ملېشو او ظالمانو په خلاف ستاسو په مقدسه مبارزه کې برخه وال وي او هېچا ته به اجازه ورنکړو، چې زموږ د پاکو شهیدانو، کونډو-رنډو، یتیمانو، زخیمانو او بندیانو له قربانیو سره لوبې وکړي او د مقدس جهاد ثمره ضایع کړي.

په دې بهیر کې نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو ته هم باید ډاډ حاصل وي، چې ان شاء الله دا ځل به د روس ضد جهاد له بریا وروسته نادودې او جنایات نه تکراریږي، د دې خبرې تر ټولو عمده وجه دا ده، چې دا ځل الحمدلله د اسلامي امارت په مشرۍ د جهاد او مبارزې صف متحد، یو موټی، قیادت یې متفق ، مخلص او سولې او افغان شموله اسلامي نظام ته ژمن دی. ان شاء الله

همدارنګه د اسلامي امارت څخه هم جدي هیله کوو، چې د هېواد په مختلفو سېمو کې له مجاهدینو سره د کورنیو غولېدلو عسکرو د یو ځای کېدو او دعوت لړۍ جاري وساتي، ترڅو د افغان عسکرو ژوند او کورنۍ له دربدرۍ او د دنیا او اخرت له هلاکت څخه نجات ومومي. ځکه همدا د عفوې،دعوت او درګزر پالیسۍ په اسلامي مبارزه کې تر ټولو مؤثره او ګټوره لاره ده. و من الله التوفیق

په ټول هېواد کې د سرتاسري صلحې د راتګ، مستقل، مستحکم، مرکزي او اسلامي همه شمول نظام د حاکمیت په هیله .

د کابل د قلعه جواد د مجددیه، نقشبندیه عمریه عالیه خانقاه سجاده نشین حضرت احمد امین جان اسماعیل مجددي
۱۴۰۰/۰۴ /۱۱هـ ش – ۱۴۴۲هـ ق –ذی القعدة ۲۲– ۲۰۲۱/جولای/۰۲میلادي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x