نړۍ

انټوني بلينکن د ازبکستان او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيرانو سره د افغانستان په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د ازبکستان او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيرانو سره په واشنګټن کې ليدلي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، انټوني بلينکن له خپل تاجک او ازبک سيالانو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان په امنيت غږېدلی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، د مرکزي اسيا هېوادونه او امريکا په افغانستان کې شريکې ګټې لري.

انټوني بلينکن زياته کړې، چې امريکا له ازبکستان او تاجکستان سره شريکې ګټې لري، خو دا يې نه ده روښانه کړې، چې د مرکزي اسيا هېوادونه د افغانستان امنيت په اړه څه رول لوبولی شي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف ويلي: «د سيمې او مرکزي اسيا په هېوادونو کې وضعيت ډېر بدلون موندلی او له همدې امله د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره مې د دوه اړخيزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو سربېره د افغانستان امنيت او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.»

انټوني بلينکن ويلي، چې ده له خپل تاجک سيال سراج الدين مهرالدين سره هم ځانګړې ناسته کړې او د دې ناستې موضوع تر ډېره له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره مبارزه وه.

سراج الدين مهرالدين ويلي، په دې وختونو کې د امريکا متحده ايالتونو لپاره ترهګري، سخت دريځي او د نشه‌يي توکو قاچاق مهم موضوعات دي، چې تاجکستان هم په دې اړه د امريکا مهم متحد هېواد دی.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سره له ناستې وروسته انټوني بلينکن ويلي:« زما لپاره ډېره د خوښۍ خبره ده، چې له خپل تاجک سيال سره مې پر هغو موضوعاتو خبرې وکړې، چې له تېرو څو کلونو يې تمه کېده.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلینکن له خپل تاج سيال سراج الدين مهرالدين سره

دی وايي: «موږ د امنيت، اقتصاد او د ديموکراۍ د پراختيا سربېره پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.»

دا په داسې حال کې، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو سره طالبانو د افغانستان د نورو سيمو سربېره په شمال کې بې ساري پرمختګونه کړي دي.

طالبانو د افغانستان او تاجکستان تر منځ ستر سوداګريز سرحد شېر خان بندر نيولی او همدارنګه له ازبکستان سره تړلي سرحد حیرتان بندر شاوخوا سيمو ته هم نږدې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x