نظــر

طالب مشرانو؛ زور ماتونکی کابل ستاسې په انتظار کې دی!

استاد محمد زمان مزمل

د هغې ورځې نه چې د ظاهر خان ارمان حکومت د هغه اوښي سردار داود خان پنځوس سلنه د یؤه ژوندي افغانستان د جوړونې په موخه او پنځوس سلنه د تربګنۍ د جذبې په خاطر چلنج او مات کړ کابل کې د زور او زورور ماتونکي افسانه پیل او تکرار روانه ده.

سردار یې د خپل تره زوی ته په یؤ تربګنیزه ناندرۍ کې وویل:
اوس به پوه شوی یې چې د چا ککره کدو ته ورته ده.
ولې سردار لا د خپل جمهوربت مزه پوره ونه څکله چې د هغه پرون زورورو ملګرو امین او تره کي پر هغه په یؤ تور ماښام کې هغه فاجعه جوړه کړه چې د مظلوم غوښې یې د ارګ له نیالګیو راټولولې.

داسې د جمهوریت زورور چې ارګ او کابل ته پر دیوال ور واوښت د اول زورور افسانه ماته کړه.
د ثور د کودتاه چې ساده مشرانو یې پر هغه د انقلاب نوم کېښود او نور محمد تره کي پکې په یؤ بېګانه ارګ کې په یؤ پوچ غرور وویل:
زیارکښو انقلاب مې درته پیل کړ دا به ډزېږي خپلې شنې چای ورته څکئ.

هماغه مهال چې دا خبره ماته د راډیو په روایت یؤه دوست وکړه ما له طایف نه د عمرې احرام تړلی وه، نه مې هېرېږي زه د احساس له مخې داسې د غږ او فریاد له مخې بېوسه وم چې فکر مې کاوه چې په شپېته متریزه څاه کې لویدلی یم.

لا یې دویم کال پوره نکړ چې د ارګ دغه دویم غیر شریعي وارث خپل شاګرد حفیظ الله امین په یؤه سیاسي بد فهمۍ کې اول کوټه قلفي کړ او بیا یې د څو وړو افسرانو په وسیله په داسې حال کې په خوله بالښت کېښود چې د خپلې کډې د ګاڼې غوټه یې تر بالښت لاندې پاتې شوه دا ارګ ته د دویم بې دروازې راغلي زورور افسانه وه.

حفیظ الله امین چې تر تېرو دوو زیات هوښیار او د سلونا په روایت د بزنطین شرمخو سردارانو ته ورته وه هغه څو ځله د پټو سوء قصدونو نه بچ شو، ولې دغه شوروي چلنج کوونکی ناسونالست افغان د شوروي اتحاد د اشغال په اولو ماښامو کې د دارالامان د ماڼۍ چې دی هغې ته د شوروي دوستانو په مشوره راغلی وه ددغې ماڼۍ په یؤه دهلیز کې شوروي ډګروالانو په ډزو کې پړمخې ولوېد.

او داسې د څلورم ځل لپاره ددغه شوم ارګ په مهرو کې وروستۍ مهره ببرک کارمل د شوروي لخوا په ټانګ کې راوړل شوه.
که څه هم ببرک په یؤه حزبي رقابت کې شوروي اتحاد له خونړۍ ماجرا ژوندی وکېښ ولې دغه د یؤ ملیون شوروي لښکرو ساده داوطلب غلام داسې لرې کړ چې د تره کي او امین مرګ ورته اختر وه.

ډاکټر نجیب د یوه احمدزي تاریخي کورنۍ د غړي په حساب بلا وکړه چې ارګ ته د پاتو راتلونکو بدشامته مشرانو لپاره یې د مصالحې دروازه په  رښتیا خلاصه کړه ولې دوستم د یؤه منصب او یؤ موټی پیسو په خاطر دغه مصالحه په هر هغه خونړي تحول ودروله چې د خلقي مشرانو ځایناستو مجاهدینو پکې د عزت ورځ پیدا نکړه. استاد رباني خوارکی چې د خپلو ملګرو اعتماد یې د ارګ په دروازو کې د څو بدخشیو او پنجشیریو ځوانانو په پیره او د یؤ قومي تحول د بڼې په مظهر یې د خپلو مجاهد مشرانو باور بایلود هغه هم په همدې حساب د ارګ شپې یې ترخې وې او له داسې یاغي تحول سره په اخ و ډب کې ولوېد چې د حزب اسلامي جګړو د ډکو زیرزمنیو ته شاته کړ او د طالب مقاومت د بدخشان پلرني ولایت هغه تنګ فیض اباد ته شاته کړ چې کابل هسې په خوب کې هم سړي نشو لیدای.

په همدې تعقیب مرحوم امیرالمؤمنین چې ددغه شوم ارګ او کابل انجام په نورو ولید نو خپله د کندهار په احمدشاهي ارګ کې پاتې شو، ولې بیا هم کابل ددغه په اول او دویم نمبر معاونینو هاغه توره ورځ تکرار کړه چې که استاد یې په فیض اباد کې د کابل د شوم مقدر نه وژغوره نو دده مخکښو ملګرو پکې د هلمند په سوزني کې بې خدای پامانۍ له عرب او عجمو وشکېدل.
د کرزي مقدر او د اشرف غني مقدر دواړو د هغه کابل له تحول سره غوټه شوی چې طالب پکې نن په یؤ ضربیې تحول کې د ولسوالیو په ضربیې فتحو کې را روان دي.

زه چې د کابل د زورور ماتونکي کابل افسانې تاریخ ته ګورم نو د مذاکراتو د دروازې قلف کوونکو طالب مشرانو ته وایم چې په خیر راشۍ د افسانو زور ماتونکی کابل ستاسې په انتظار کې دی.

درې انجامه مې په سترګو کې ډېر غړېږي:
اول:
دا چې د امریکا لخوا د سولې وړاندې شوې طرحه کابل مشرانو په یو غلط غفلت کې جدي ونه نیوله نو کېدای شي امریکا طالب ته موقع ورکړي او د فتحه شوو ولسوالیو په اړه د امریکا چوپ خوله همدا ښيي چې کابلي مشران د ترورېزم د مشر شریک په مشوره ریورس او شاته نه ځي نو د فاتح طالب انتظار باسه.

دویم:
دا چې طالب مشرانو د مذاکراتو دهلیز دومره تنګ او سوړ کړ چې د طالب او امریکا په تېر شوي تړون یې د امریکایې مشرانو د خولې مزه پیکه کړه، کېدای شي پر ولسوالیو د بېباکه راتلونکي طالب په اړه د امریکا سکوت او بې طرفي د هغه کمین چړ وي چې دا ځل به طالب پکې امریکا د ګاونډیانو په تدبیر په یؤه بل ناورین کې چې څوک به یې دشت لیلې او قلعه جنګي په زیري کې هم وانخلي، کېدای شي دویم احتمال پکې همدغسې یؤ تدبیر وي.

درېیم:
دا چې طالب د امریکا له تړون نه تر مناسب حد زیات غرور واخیست او دا چې ارګ او کابل د امریکا دا شل کلن امنیتي دهلیز چې دوی پکې غلام امپراتوران او وزیران شول هغوی د امریکا د سولې هڅه په نۀ، غطو انتخاباتو ،غلطو لویو جرګو او په هغوو مصالحتي شوراګانو چلینج او پیکه کړه چې د امریکا په محاسبه کې هغوی د خپل ملت نه د نمائیندګۍ په رسید کې صفر مقام لري.

د همدې ځایه درېیم قوي احتمال دا ده چې امریکا طالب او کابل د ګاونډیو د نیابتي جګړې هغه دهلیز ته ننباسي چې دواړه طرفه پکې پاتې جنګیالي بایلي او امریکا د یوولسم سټامپر د ناورین په حساب د هر افغان له مرګ نه خوند اخلي او باید واخلي او د کورنۍ جګړو جهنم هومره تود کړي چې د افغانستان خلک پکې ددغې اشغالګرې امریکا ارمان ته کېنوي.

که هر څومره زه له سیاسي تحولونو نه لرې تحلیل کوونکی یم مګر په خدای قسم چې افغانستان به د خپل بې زعامته مسیر په لړ کې یؤ ددغو درې محشرونو سره مخامخ کېږي او هلته به بیا طالب مشران ووایې چې ددغه کابل نه خو مو هغه د غرو د سنګرو پاچاهي ښه وه او مبادا کمزوري طالبان په یوه بد تحول کې خپلو اشنا ګاونډیانو ته ووایې چې لالا دا ځل چېرته لاړ شم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

مزمله حاجي آقا! دا درې واړه تحلیلونه دي د حقیقته څخه لیري دي. او ستا د تحلیلونو د غلطوالي علت دادی چي حقایق سم نه درکوې. د سترګو لیدلی حال د شرابي په سترګو وینې. وایي چي کله شرابي شراب وڅیښي نو د انسانانو سلوک سم نه درکوي. مثال یوه میرمن چي د ده په وړاندي کاملاً رسمي سلوک کوي، شرابي دا فکر کوي چي په مینه ناکه سترکو راته ګوري. کله چي لاس ورواچوي د ها خوا غبرګون یو سخته څپیړه وي هغه هم پر باړخو! لمړی خو مزمل اغا د مزاکراتو بازار کابل زورواکو سوړ کړی دی، نه… نور لوستل »

طوطی

نعیم ته: ته خو ## د مزمل صیب یوه جهادی شخص منطقی او علمی تحلیل باندی نیوکه کوې. طالب هغه پخوانی حیثیت او عزت اوس په ملت کی نلری پدی هم پوه شه. دوی اوس هغه سپینی پرښتې ندی هر ګروپ سره یی اوس په راس کی يو پنجابی دی د جنګ ټوله قوامنده یی د پاکستان لاس کی ده. هره ورځ په سل هاو وژل کیږی دا ځکه چی اوس د دوی جنګ کوم شرعی مشروعیت نلری اوس خلک د دوی جنازو شهیدان نوایی. د مزمل صیب خبری دی په سر کی ونیسه درسره یی یاداشت کړه لږ منطقی… نور لوستل »

محمد نعیم

طوطو ځوانه د شمسي نظام دا څلورمه سیاره خورا د نوښتونو ځای دی. دا سیاره هره ورځ یوه نوې پیښه مشاهده کوي. په ټوله کاینات کي د خاکي ژوند لرونکې د دې سیارې د وچو ټوټو څخه یوه هم افغانستان نومول سوې ده چي د طالبانو اسلامي غورزنګ په نوم د اهل السنت الجماعت د حنفي فقهي د نقشبندیه طریقې علماوو او طلباوو د وخت د ظالم، فاسد او د بهرنیانو لاسپوڅي رژیم پر ضد وسلواله مبارزه په لاره اچولې ده چي ۲۰ کاله وړاندي ۷ کاله جنګیدلو او حکومت وروسته د نړۍ پرمختللو ابرقدرتونو د عصري ترینو جنګي وسایلو،… نور لوستل »

ملا جانان

که پنجاپي جنرالان دومره کمالداره دي نو بیا ولي په کشمیر کي داسي پرمختګونه نه کوي، ولي یې کارګل په خړو ولړل سو. د کابل د مزدورې ادارې عسکر چي هر څومره کمزوری، ډارن او بیغیرته هم سي تر تکړه ترین هندوستاني عسکر تکړه جنګیالی دی. پنجاپي جنرالانو چي په کارګل کي څومره دریشۍ ولړلې حال یې ټوله نړۍ ته ورمعلوم دی. یو شهید لفټننټ کرنل شیرخان (پښتون) وو چي فاتح هندي جنرالانو یې د شجاعت او غیرت صفت وکړ. دا د ملي اردو عسکر اوس و پنجاپیانو ته تسلیمیږي؟ تاجک به ورته تسلیم سي، اوزبک به ورته تسلیم سي،… نور لوستل »

عبدالروف

########

ګل احمد

########؟؟؟؟؟؟؟؟ که ښکنځل د عمومي کمینټ یوه برخه وي لا مذایقه نسته. دا چي ټوله کمنټ ښکنځل وي، دا نو بیا د لټي انتها ده

طاهر ثابت

زیاته لیکنه دغلام سیاست په بنست ولاړه ده.
مزمل دګلب# ملګری دی او دبزدلی نه علاوه دیوه تره دلی سړی خبری کوی کوم چه نه پوهیږی څه وکړی. حواس یی بایللی او دخپل سیوری نه ویریږی.
بیاهم دډاریدلی سړی خبری دپند خبری دی. طالبان کیدای سی داحتیاط لیاره باندی پیدا کړی.

طوطی

مزمل صیب: زه هم ستاسو سره همنوا یم چی حتمی به له دغو دریو مسالو څخه حتمآ یوه غمیزه رامنځنه کیږی. خو دا هم ډیر احتمال دی چی وطن به د تجزی خواته ولاړ شی خو دا ځلی به شمالی افغانستان (خراسان) د روس او د ترکې مستعمره شی چی نه به پاکستان تری خیر یوسی او نه به هم طالبان. ټاپی او کاسا ۱۰۰۰ پروژی چی اقتصادی منفعت یی ډیر پاکستان ته وه لا د مخه په ټپه ودریدلی دی څخه چی حکومت د وارداتی ستونی څخه حفاظت نشی کوالی نو د پایپلاین به څه حفاظت وکړی. وضع په… نور لوستل »

عبدالروف

د دی پاڼی مسؤلینو ته وایم ٗ چې زما د تبصری د ړنګولو په ځای ٗ د مزمل لیکنی چې له واقعیتونه نه لري او د تشویشونو سبب کیږې ٗ مه نشروي او د خپل ګټلی حیثیت او اعتبار مه ورانوي . په درناوي

## اداره ##
# تاسو د نظر څرګندولو حق په نن ټکی اسیا کې لرئ، خو چاته د ښکنځلو یا سپکو سپورو ویلو حق نه لرئ.. هیله ده خپل د قلم او نظر عفت وساتئ، او مونږ ته زمونږ کار مه را ښیاست.. مننه #

محمد صالح

عبدالروفه وروره ښه سړی رامعلومیږې خو یو څه احساساتي یې. ښکنځل هم وکړه خو په ادبي چوکاټ کي، چي حد اقل ظاهري الفاظ یې ښکنځل ونه ایسیږي. نن ټکی اسیا ویبپاڼه د پښتنو لپآره هغه ادبي فکري مکتب ګرځیدلې ده چي د بنسټيز سیواد لرونکي بزګر څخه د لوړي سویې ډیپلوماټ جوړولای سي. (دا خبره د غوړمالۍ نه کوم، زما واقعي فکري تحلیل دی)

غ.حضرت

د خلګو خبره، مَکسَد، د طالب توره پروژه او ددې پروژې فعّال کېده د نړیوال استعمار او نړیوال کُفر د تورو نقشو او پلانونو یوه توره برخه ده. شل کاله مخکی د امیرخان متقی ږیره توره وه او نن ورځ هم توره ده، د سرګردانه او تسلیم سوی سربازانو سره پر مځکه ناست دئ چی دا سناریو = د افغان مظلوم وولس به راتلونکی لسیزی هم پر سپېرو خاورو کښېنول سی ( له هره نظره ). بله دا چی: یوازی ابلیس ته د جهنم وعده نه ده ورکړه سوې بلکه مُریدان ئې هم یقیناً جهنمی دی. نو د افغان د… نور لوستل »

‌Pattng

تر ټولوخراب او جنایتکاره یې پښتانه خلقیان پر چمیان ، دغني لښکر او د قندهار قزلبا شان دي چې دوی هيڅ د بخشلو وړ ندي !

ګل احمد

پتنګه وروره په کندهار کي قزلباشان نسته. قزلباشان ترکان دي او په کندهار کي ډیری ولسونه د ترین قوم ښاخ ځیرک او پنجپای ابدالیان دي چي د کاکړ، ترین او یو شمیر غلجي قبایلو سره ګډ میشت دي. ستا هدف د لزلباشو څخه ځوک دي؟ لږ رڼا باندي واچوه

Back to top button
13
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx