افغانستان

د امریکا سفیر د دولتي عسکرو په لیکو کې د «بچه بازۍ» د بندولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د امریکا سفارت د کابل حکومت له چارواکو غوښتنه کړې چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د «بچه بازۍ» او «انساني قاچاق» مخنیوی وکړي.

په هغه اعلامیه کې چې د امریکا سفارت نه خپره شوې، راغلي چې د کابل حکومت لخوا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو د استخدام، «بچه بازۍ» او «انساني قاچاق» سره د مبارزې نه خبرداره دي؛ خو زیاتوي چې په دې هکله لا زیاتو هڅو ته ضرورت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې درېیم نمبر هېواد دی چې د انساني قاچاق له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې د کابل حکومت عدلیې وزارت اعلان کړی ؤ، چې د هېواد په محاکمو کې د «بچه بازۍ» ۲۱ قضیې تر څېړنې لاندې دي.

یاد وزارت تردې وړاندې هم خبرداری ورکړی ؤ، که افغانستان کې د انساني قاچاق مخه ونه نیول شي، نو امریکا به په افغانستان بندیزونه ولګوي.

د امریکا سفارت په داسې مهال د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د «بچه بازۍ» او انساني قاچاق څخه شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو په ځانګړې توګه محلي پولیسو(اربکیانو) په لیکو کې د کم عمره ماشومانو استخدام او اخلاقي فساد خپل اوج ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

دا غبرګون نیمګړی دی. د بچه بازي تر څنګ زنکبازي یې هم یاده کړې وای. اصلي فساد زنکبازي جوړ کړی دی خو دلته بیا دا د ټلوالي او کابل زورواکو غټایټ غندل کیدل نو شاید ځکه یې پر زنکبازي تله تیره کړې وي

دکتور مجاهد

بچه بازی په امریکا کی قانونی حیثیت لری نارینه د نارینه او شځی د ښځو سره حتی حیواناتو سره واده کوی یو له بله د هغوی په کورت یا محکمه کی قانونی د ښځی او میړه په حیثیت میراث ترلاسه کوی. همجنسبازی طبیعی نه بلکه په مصوعی ډول د نظم نوین جهانی د ځینو ځانګړو هارمونو په ورکولو دومره زیات شوی چه په ډیرو ښارونو کی هغه وکیلان ، ولسوالان او ګورنران بریا تر لاسه کوی چه همجنسباز وی، نه یواځی همجنسبازی بلکه نشه توکی ځینی لکه مروانه قانونی شوی مګر ځینی چه قانونی نه دی د قیمت د لوړوالی… نور لوستل »

محمد صالح

که دا خبر رښتیا وي نو په روانو شرایطو کي هم افغان ملي اردو په دې ارزي چي ورسره یو ځای سو او وطن او ځمکي دفاع وکړو. هم هکلان، هم تنخواه، بیا چي تنګی درباندي راسي، ټوپک پر کوچي باندي په نیمه بیه خرڅ کړه، هغه پیسې هم جوب ته کړه. په پای کي طالبانو ته تسلیم سه ۵۰ ډالره هم واخله، کږه خولۍ کور ته زه. Employment with extra privileges

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x