ورزش

د جرمني مخکښ لوبغاړي «ټوني کروس» له نړیوال فوټبال سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د جرمني فوټبال ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي «ټوني کروس» له نړیوال فوټبال څخه مخه ښه اعلان کړه.

د ۲۰۱۴م فوټبال نړیوال جام ګټونکی ټوني کروس وایي، غواړي په ملي لوبډله کې خپل ځای ځوان لوبغاړو ته پریږدي، او یوازې د کلب پر لوبډلې تمرکز وکړي.

ټوني کروس په داسې حال کې له جرمني لوبډلې استعفا اعلان کړه چې یادې لوبډلې د اروپا فوټبال اتلولیو پرمهال په شپاړسم پړاو کې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په ۲-۰ ماتې ومنله او له یادو سیالیو بهر شوه.

نوموړي د خپلې ټولنیزې رسنۍ له لارې په اعلان کې وویل، «ما د جرمني لوبډلې لپاره ۱۰۶ لوبې ترسره کړې خو نور مې وخت پوره دی، ما له پخوا دا پریکړه کړې وه چې د اروپا فوټبال اتلولیو وروسته به نړیوال فوټبال پریږدم، او د ۲۰۲۲م کال فوټبال نړیوال جام لپاره به موجود نه یم، زما یوازینی تمرکز پر ریال مدرید کلب دی چې تر راتلونکو څو کلونو په کې ولوبېږم.

ټوني کروس د جرمني ملي لوبډلې ۱۱ کاله استازیتوب وکړ چې ۱۰۶ لوبې ترسره کړي او ۱۷ ګولونه یې وهلي دي، نوموړي په ۲۰۱۴م کال کې ارجنټاین لوبډلې ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړیوال جام هم ګټلی دی.

۳۱ کلن ټوني کروس د ریال مدرید کلب یو مخکښ منځنی لوبغاړی دی چې تر ۲۰۲۳م کال پورې د یادې لوبډلې سره تړون لري، هغه د ریال مدرید په ګټه څلور واره د اروپا اتلانو لیګ (چمپنیز لیګ) اتلولي ګټلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x