افغانستان

د کابل _ غزني لار؛ موټر چلوونکي وایي د ارام سا یې واخیسته

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل _ غزني پر لویه لار د باور وړونکو او سپرلیو موټر چلوونکي وایي، له دې لار د پوستو په ټولېدو یې سا سمه شوې ده.

دا لویه لار چې شاوخوا ۱۴۵کیلو متره اوږدوالی لري، د غزني ښار له څنډو د میدان ښار تر حدودو پورې پرې طالب سرتېري واکمن دي، چې موټر چلوونکي او پر دې لار تلونکي مسافر ځانونه هوسا ګڼي.

د حاجي عبدالرحیم په نوم د باروړونکي موټر چلوونکی وایي، یوازې تر غزني نه، بلکې تر کندهاره د هغو پوستو له شره خلاص شوي، چې له دوی به په هره پېره زرګونه افغانۍ لوټلې.

«د نورک پوسته وه، را دغې خواته د قره باغ د کروسای پوسته وه، په خدای باور وکړئ تر ۲۵۰۰۰ روپۍ لا رانه اخیستې، اوس په فراه کې طالبانو ته ګمرک ورکړو، د افغانستانه تر بله سره سرې سترګې ځو.»

د عزت الله په نوم د سپرلۍ موټر چلوونکی هم وایي، چې پر لار د طالب سرتېرو واکمنۍ له ډېرو جنجالونو خلاص کړي.

هغه زیاتوي: «دلته چې به پوستې وې، کتارونه و، هره ورځ به جنګونه و، اوس ارامه ارامي ده.»

نه یوازې د دې لویې لارې موټر چلوونکي او سپرلۍ له وضعیته خوښي ښیي، بلکې د سیمې اوسېدونکي هم وایي، چې د ډې سې توپونو له ګوزارونو، چاپو او جګړو په امن شوي او ورځنی عادي ژوند یې پیل کړی.

د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د اوتړیو سیمې یو تن اوسېدونکی د نوم نه ښودو په شرط وایي، چې ایله یې د ارام سا اخیستې ده.

«د کور مخې ته مو پوسته وه، کوچنیان نه شوای وتلی، ښځینه خو په کور کې هم نه شوای ګرځېدلی، که به جنګ وشو، نو زموږ غچ به یې زموږ تر کور خوت.»

له تېر کوچني اختر راهیسې دا لار سلامته د طالب سرتېرو تر لاس لاندې ده، چې منظمې څارونکې ګزمې ور باندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الحمد الله ثم الحمد الله

طوطی

د طالبانو ګزمی دی پدی لار کی په یونیفورم سره سمبالی شی. طالب دی د وحشت څیره نوره خلکو ته نه ورښیی. په یو نظم سره دی ځانونه عیار کړی او یونیفورم دی واغوندی چی ټولو ته خپل نظم او حکومتداری ثابته کړی. اوس د دوی او د کوچیانو څه فرق دی؟ څومره ګنده بی نظمه سره ښکاری بیا ګوری چی بعضی اوقات همدا پاڼه داسی تصویرونه د طالبانو نشر کوی چی د طالبانو سره او سپینه قطعه ده په لارو او پوستو کی یی هم منظم کړی ینیفورم ورته واغوندی تا څه وحشت روان ده.

Pattang

طوطي ګله وزرونه دې د طوطي او مشوکه د ې دکارغه شه! د ملګریو دې پرتوګونه ډک دی داچې نور ونه شرمیږي نو بهتره دادی چې اولس ته د غلا شوې پيسې بیرته ورکړې او خپل سرونه مخکې له مخه وباسې او د خپلو اشغالګریو ملګریو په خارج کې تشنابونه پاک کړي !!

ملا جانان

طوطي ځوانه لکه د ونې پر سر راشن سوی انار، د غربي فرهنګ لمر سوځولی یې، چاودي دي کړي دي. نه د پښتو رنګ او نه هم د پښتو خوند درپکشي پاته دی. پښتانه د پیړیو پیړیو راهیسي جنګیالي پاته سوي دي. د دوئ ملي جامې د افغانستان د جغرافیې او اقلیم سره همږغه دي چي دوئ ته د اوږدمهاله پوري د جنګیدلو، سریع حرکت او اوږدمهاله مزل توان ورکوي. او بل په افغان ملي جامو کي په وسلو سنبهالیدل وګړي ته خاص شهامت، ستاره، رعب او دبدبه وربخښي. ولاکه چي په کومو غرونو کي رالوی سوی یې، چي په… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx