شعـــــرونه

که عالم يې که مرشد يې که رهبر/ ضعیف

مولوي عبدالسلام ضعیف

که عالم يې که مرشد يې که رهبر
که استاد يې که شاګرد يې که ټيچر

خبريال يې که نطاق يې که داعي يې
مبصر يې که ليکوال يې که شاعر

مفسر يې که مفتي يې که قاضي يې
محامي يـې که حکيم يې که ډاکټر

دکاندار يې که صراف که موټردار يې
صنعت کار يې ټيکه دار يې که تاجر

بڼه وال يې که ماليار يې که زارع يې
انجینر يې وترنر يې که بزګر

که امي يې که امـام يې که مؤذن يې
که ملک يې او که خان يې که ماهر

د ظالم او د جابر ملګري مه کړه
مه دوستي ورسره پاله مه نظر

د مجلس او ملاقاته يې ځان سـاته
د صفت او معونت سـي کړه حظر

مه مامور مه خدمتګار مه مشاور سه
مه خياط سه مه اشپز سـه مه نوکر

مه خباز سـه مه نايي سه د ظالم
مه جنرال سه مه افسر سه مه عسکر

د ظالم معاونين ټول ظالمان دي
که په مال يا په قلم وي يا په سر

دا خبره زه له ځانه در ته نکړم
دا وصيت دی د الله د پيغمبر

ضعيف غواړم برائت له هر ظالمه
مسلمان وي منافق وي که کافر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx