افغانستان

تګاب کې د اربکيانو يو قومندان څلور ماشومان يرغمل کړي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ خلک وايي، چې د فضلي په نوم د اربکيانو يو قومندان د لسو تر دولسو کالو عمر لرونکي څلور ماشومان ځان سره يرغمل کړي او له کورنۍ يې څلويښت لکه افغانۍ غواړي، چې دا ماشومان بېرته وخوشې کړي.

د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې قومندان فضلي نوموړي ماشومان له موټره کوز کړي او ځان سره يې پوسته کې برمته نيولي او له کورنۍ څخه يې څلويښت لکه افغانۍ غواړي.

د تګاب يو شمېر مخور سپين ږيري وايي، چې دوی په دې اړه له والي او امنيه قومندان څخه د مرستې غوښتنه کړې، مګر هغوی هم تر اوسه هيڅ مرسته نه ده کړې.

د کاپيسا ولايت چارواکي وايي، چې د يرغمل شويو ماشومانو کورنۍ دې رسما دوی سره اړيکه ونيسي او د عريضې له لارې دې دوی ته خپل شکايت وړاندې کړي او له هغې وروسته به دوی د برمته شويو ماشومانو د خلاصون هڅې پيل کړي.
بايد و ويل شي، چې د هېواد ګوټ ګوټ کې خلک د اربکيانو له ظلم او تېريو تر پوزې راغلي او ډېرو خلکو د اربکيانو له لاسه خپل کلي او کورونه پريښي دي.

د هېواد ګڼو سيمو کې اربکيان د خلکو له کورونو غلاوې کوي او د ټوپک په زور له خلکو باج اخلي، مګر حکومت تر اوسه په دې اړه هيڅ ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسلم أحمد

ددی حکومت هر کارکوونکی غل دی که په سر کی دی او که په آخر کی دی نو ولس لپاره پکار دي چې ددی خبيثانو په ضد اسلحه راواخلی او ددی مستبد رژيم سره جهاد شروع کړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x