افغانستان

وزیرستاني مشران: پښتنې ښځې دې مرستو اخېستلو لپاره له کورونو نه راوځي

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د وزیرستان قبایلي مشرانو تر یوې ناستې وروسته بریکړه کړې چې پښتنې ښځې دې مرستو اخېستلو لپاره له کورونو څخه نه راوځي.

قبایلي مشرانو پریکړه کړې چې پښتنې ښځې دې د اسلامي شریعت او پښتنو کلتور سره سم په کورونو کې په حیا عزت کیني.
په شمالي وزیرستان کې د تېرې میاشتې راهیسې پوځي عملیاتو له امله تقریبا یو میلیون پښتانه د پاکستان بېلابېلو سیمو او د افغانستان خوست او پکتیکا سیمو ته مهاجر شوي.

پښتانه مهاجرین وايي چې حکومت او بهرنۍ موسسې کوښښ کوي چې د دوی ښځې بې ستره کړي.

د دوی په وینا دوی به هيڅکله خپلې ښځې نورې پرې نه ږدي چې د مرستو په نوم له کورونو بهر را ووځي.

قبایلي مشرانو په دغه ناسته کې دا هم ویلي چې هر کور نارینه لري، نارینه دې د خوراکي موادو اخېستلو پسې راوځي او ښځې دې په کور کې کیني.

د دوی په وینا که کومه ښځه له دې وروسته مواد اخېستلو پسې راووتله، خاوند ته به یې قوم سزا ورکړي.

قبایلي مشر کلیم الله وايي چې پښتانه متل کوي «سر مې تر ماله ځار او مال مې تر ناموسه» د نوموړي په وینا دوی به هيڅکله دې ته تیار نشي چې د څو پیسو په بدل کې خپل ناموس بازار ته راوباسي.

د چارو شننونکي وايي چې بهرنۍ موسسې کوښښ کوي څو د وزیرستاني مهاجرینو له ستونزو څخه ګټه پورته کړي او د پښتنو ښځې د څو پیسو په بدل کې بې پردې کړي.

د دوی په وینا وزیرستاني په اور کې سوځيږي او د رسنیو سره د ښځو د پردې او د ښځو په کور کیناستلو غم دی.

د وزیرستان مهاجرین په روژه کې له خورا ستونزو سره مخ دی، مهاجرین وايي چې په بنو کې د دوی لپاره جوړ شوی کمپ د دې جوګه نه دی چې انسانان دې په کې اوسیږي.

د وزیرستان په پوځي عملیاتو تر دې مهاله د پاکستان ټول مذهبي او غیرمذهبي ګوندونه چوپ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

قبايلي مشرانو :لومڑئ بايد سڑئ تاسي تر تيغه تير كڑي چي اوس مو فكر شو رذيلانو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x