افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: د ملیشو په جوړېدو سره مذاکرات نور هم پيچلي کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، دمګړۍ په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ځواکونه شته، چې تر منځ یې مذاکرات روان دي؛ خو د ملیشو جوړېدل به دا پروسه نوره هم پیچلي کړي.

زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې طالبان او د کابل حکومت عسکر په جګړه کې ښکېل دي، چې د دواړو لورو تر منځ د مذاکراتو جریان هم روان دی؛ خو که ملیشه سازي کېږي، نو ښایي مذاکرات پيچلي کړي.

ده وړاندې زیاته کړې «د ځواکونو زیاتوالی او د ملیشو جوړول به د مذاکراتو بهیر نور هم پیچلی کړي، په افغانستان کې به د جګړې د اوږدېدو لامل شي، او ګاونډیان ته دې ته هڅوي چې یو لوری ونیسي، دا حالت به د نوییمو لسیزو تاریخ تکرار کړي، او هغه څه به رامنځته کړي، چې د شوروي ځواوکونو تر وتلو وروسته رامنځته شوي وو.»

خلیلزاد ددې تر څنګ پر طالبانو ټینګار کړی، چې د زور له لارې باید واک ونه نیسي، ځکه دده له قوله، نړیواله ټولنه به بیا طالبان په رسمیت ونه پېژني او ددوی په خبرو او عمل کې به څرګند توپیر رامنځته شي.

نوموړي اندېښنه ښودلې، چې ښايي د افغانانو تر منځ تفاهم رامنځته نشي او په پایله کې يې جګړه اوږده او د سولې رامنځته شوی فرصت په اوبو لاهو شي.

خلیلزاد داسې مهال په افغانستان کې د ملیشو له جوړېدو سره مخالفت ښيي، چې حکومت د طالبانو له پوځي پرمختګونو سره هم مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې د غیرمسئولو وسله والو په راټولولو پيل کړی او هڅه کوي، په مټ یې د طالبانو د پوځي پرمختګونو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

دا # جاسوس خائين خ#لیلزاد د افغان ملت ستر دوښمن دی دده دوه مخه فریبکاره هر ډول اظهار د افغانستان باره کښی د افغان ملت په زیان دی !!!!!

طوطی

دا # خلیلزاد خو تر ټول ##کس راووت.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx