افغانستان

د روسیې په ګډون ۸ هېوادونو په مزارشریف کې خپل کونسلګرۍ تړلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په بلخ ولایت کې د جګړو د شدت له کبله د روسیې، ایران، ترکیې، هندوستان او پاکستان په ګډون ۸ هېوادونو خپل کونسلیز خدمات ځنډولي دي.

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي هم تایید کړې چې په مزارشریف ښار کې د یو شمېر هېوادونو دیپلوماتیک خدمات تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د امنیتي حالت د څرنګوالي له معلومولو وروسته د ځینو هېوادونو ديپلوماتانو په مزارشریف ښار کې خپل کونسلیز خدمات بند کړي او له خپلو سفیرانو سره د لا زیاتو مشورو لپاره کابل ته تللي دي.

که څه هم نوموړي د دغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي چې په مزارشریف ښار کې یې خپلې کونسلګرۍ تړلي؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې د مزارشریف ښار څنډو ته د طالبانو له رسېدو سره سم د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، ترکیې، روسیې او هندوستان په ګډون ۸ هېوادونو په دغه ښار کې خپلې کونسلګرۍ تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولایت له پنځلسو ولسوالیو څخه ۹ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو سره دي، دوه ولسوالۍ محاصره او درې نورې بیا د دولت په کنترول کې دي.

اوس مهال د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار او ستر سوداګریز بندر حیرتان هم د طالبانو لخوا کلابند دي او هره لحظه ددې امکان شته چې طالبان یې د نیولو لپاره عملیات ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x