ورزش

ډنمارک او انګلستان لوبډلو د اروپا فوټبال اتلولیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د اروپا فوټبال اتلولۍ د کواټر فاینل سیالیو پرمهال ډنمارک لوبډلې د چک جمهوریت لوبډلې ته په ماتې ورکولو او انګلستان لوبډلې اوکراین لوبډلې ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

ډنمارک لوبډلې له ۱۹۹۲م کال وروسته په لومړي ځل د اروپا فوټبال اتلولیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله، یادې لوبډلې د چک جمهوریت لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

ډنمارک لوبډلې په یاده لوبه کې غوره پېل وکړ چې په ۵مه دقیقه کې یې لومړی ګول وواهه او د چک جمهوریت لوبډله یې تر فشار لاندې راوسته، دغه راز يې په ۴۲مه دقیق کې دوهم ګول هم وواهه، په ځواب کې چک لوبډلې په ۴۹مه دقیقه کې یوازینی ګول راوړ چې په دې سره سیالي په ۲-۱ د ډنمارک په ګټه پای ته ورسېده.

دغه راز د نن شپې په دوهمه کواټر فاینل کې انګلستان لوبډلې ۲۵ کاله وروسته په لومړي وار د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار موندلې، چې اوکراین لوبډلې ته یې په ۴-۰ ماتې ورکړه.

د انګلستان له لوري لومړی ګول په ۴مه دقیقه کې هیري کین وواهه، په ۴۶مه دقیقه کې هیري میګوایر، په ۵۰ دقیقه کې یو ځل بیا هیري کین او په ۶۳مه دقیقه کې جوردن هیندرسن د انګلستان لپاره ۴م ګول وواهه، په داسې حال کې چې اوکراین لوبډله په هیڅ ګول وهلو ونه توانېدله.

انګلستان لوبډله به د اروپا فوټبال اتلولیو په نیمه پایلوبه کې د ډنمارک پر وړاندې مخامخ کیږي، دغه سیالي به چهارشنبه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د انګلستان په ویمبلي لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هسپانیا او ایټالیا لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار موندلې او راتلونکې سه شنبه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې به د انګلستان په ویمبلي لوبغالي کې مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx