افغانستان

د کندهار پنجوايی ولسوالي‌ طالبانو نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ مرکز او ورسره تړلي ټول دولتي‌ تاسیسات د طالبانو لاس ته لوېدلي‌ دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي، چې د ولسوالۍ پر مقام د جګړې په مهال دولتي‌ عسکر د تلفاتو په لیدلو سره وتښېدل او «د ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات په بشپړه توګه ترې تصفیه او د مجاهدینو په کنترول کې شول.»

د نوموړي په خبره، په دې جګړه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته لوېدلي‌ دي.

له سیمې څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې الوتکو تېره شپه د یادې ولسوالۍ ځيني کلابند چارواکي کندهار ښار ته انتقال کړي و او پاتې امنیتي پرسونل له طالبانو سره په جګړه کې له منځه تللی او یا هم د هغوی له لوري‌ نیول شوي.

حکومتي چارواکو که څه هم تر دې دمه د پنجوايي د سقوط په اړه څه نه دي‌ ویلي؛‌ خو تر دې وړاندې د کندهار خاکریز، میوند، دامان،‌ ژړۍ او شاولیکوټ ولسوالۍ هم د‌ طالبانو لاس ته لوېدلې دي او د مګړۍ طالبانو د سپين بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې پوځي پرمختګونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx