
شعـــــرونه
په سر کږه وګه پګړۍ ګرځوه/ هلال مهاجر
هلال مهاجر
په سرکږه وګه پګړۍ ګرځوه
طالبه اشنا هسکه غاړۍ ګرځوه
چې دی کړه ماته کبرجنه ناټو
نور په یوه ګوته نړۍ ګرځوه
کچکول په لاس د ملنګانو په څیر
اوس لیونۍ سپینه ماڼۍ ګرځوه
پریکړه که ومني که نه یې مني
ته پرې خولي تیره مرمۍ ګرځوه
د کبر نه د سپین جهاد په خاطر
په لاس کې توره میوندۍ ګرځوه
امپراطوریو ته زوال هیواد مو
کور د حریت او خپلواکۍ ګرځوه
یاره د زړه په ګلورینه غیږ کې
د هلال مینه لیونۍ ګرځوه
په یو جیب کی تریاک په بل کلداره ګرځوه،،،،،،،،،،،،طالیبه دا خوسا څڼی همیشه ګرځوه.
ورانوه پلونه،پلچکونه مکتبونه ،،،،،،،،،،، قتلوه بیګناه مسلمانان خرابوه،