افغانستان

پکتیکا: له اتو میاشتو راهیسې د ښوونکو معاشونه اربکیان وړي

نن ټکی آسیا(سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳): د پکتیکا ولایت په ځینو سیمو کې د ښوونځیو ښوونکي شکایت کوي او وايي چې له له نږدې اتو میاشتو راهیسې د دوی معاشونه اربکیان وباسي او دوی ته پکې یوه افغانۍ هم نه ورکوي.

د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي د زواکې د کلي د ښوونځي ښوونکي وايي چې د دوی د ښوونځي د ښوونکو معاشونه د ژمي له لومړۍ میاشتې تراوسه پورې د دې کلي اربکیان وباسي او دوی ښرنې ته د پوښتنې لپاره هم نه پرېږدي.

په دې ښوونځي کې یو تن ښوونکي چې د نوم له ښوودلو يې ډډه کوله وویل، چې د دوی معاشونه د دوی د کلي اربکیان وباسي، چې کله يې دوی د پوښتنې لپاره ښرنې ته د تلو نیت وکړي نو د اربکیانو قومندان يې منع کوي او وايي چې تاسې ښرنې ته مه ځئ، زه به يې پوښتنه درته کوم.

په دغه ښوونځي کې ملازم رسول خان د اکبرخان زوی وايي چې د اربکیانو قومندان پخپله معاش نه لري او په کلي کې له هر کور نه دېرش ـ دېرش زره کلدارې ټولوي، پر دې سربېره يې زموږ معاشونه هم جېب ته اچولي دي. او اوس يې موږ پوښتنې ته هم نه پرېږدي.

په یاده سیمه کې د اربکیانو قومندان عیدمحمد د حسن زوی وړاندې تر دې په دې ښوونځي کې سرښوونکی و چې د پکتیکا ولایت په پوهنې ریاست کې پوره بلد دی.
ویل کېږي چې د دې کلي متوسطه ښوونځی اوس په لېسه بدل شوی خو پخپله د متوسطې ښوونکي او مسوولین پرې نه دي خبر.

د لېسې دورې لپاره د اربکیانو قومندان د «سپینه» د کلي څو تنه ښوونکي مقرر کړي دي، چې پیسې سره يې نیمايي دي. د دې ښوونځي په لېسه دوره کې د سپینه د کلي یو تن اوسېدونکی استاد فتح محمد وايي چې موږ نور نه یو خبر، خو د اربکیانو قومندان مو قراردادونه تېر کړي دي اوموږ ته يې ويلي چې که په ریاست کې چا پوښتنه درنه وکړه، تاسې به ورته وایاست چې د زواکې په لېسه کې د فزیک ښوونکی یم.

ویل کېږي چې د اربکیانو قومندان د لېسې دورې د ټولو پرسونلو معاش خپل جېب ته اچوي او په بدل کې يې د پوهنې ریاست ته د ښوونځي منظم اسناد ور لېږي.
د دې کلي د ښوونځي ښوونکو څو ورځې وړاندې درسي اعتصاب کړی و چې د اربکیانو د قومندان له خوا له ډبولو وروسته يې بېرته درس شروع کړ.
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین له دې ناخبري ښيي او وايي چې دوی به يې پلټنې وکړي.

د اومنې ولسوالي د ښوونځیو د ښوونکو په وینا چې د اومنې ولسوالي د پوهنې مدیر خوشرنګ په مرکز ښرنه کې اوسېږي او له خپلو ښوونځیو نه په کال کې هم لیدنه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x