ورزش

کوپا امریکا: میسي خپله لوبډله «ارجنټاین» نیمه پایلوبې ته ورسوله – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کوپا امریکا فوټبال سیالیو پرمهال د نړۍ مشهور ستوري لیونل میسي په زړه پورې کارکردګي ښودلې چې خپله ملي لوبډله یې د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته رسولې ده.

لیونل میسي تر دې دمه د یادو سیالیو تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی چې ۴ ګولونه یې وهلي او ۴ ګول پاسونه یې کړې دي، نوموړي د کولمبیا پر وړاندې یو، د بولیویا لوبډلې پر وړاندې دوه، او د پاراګوای لوبډلې پر وړاندې په کواټر فاینل کې یو ګول وواهه.

۳۴ کلن میسي تر دې دمه ارجنټاین ملي لوبډلې ته هیڅ جام نه دی ګټلی خو لوبډله یې څو واره د کوپا امریکا جام او د نړیوال جام پایلوبې ته رسولې ده.

د کوپا امریکا جام سیالۍ په ۲۰۲۰م کال کې په ارجنټاین او کولمبیا هېوادونو کې ټاکل شوې وې خو د کرونا ویروس له کبله وځنډېدې چې د برازیل په جنوب کې د لسو لوبډلو ترمنځ په ۲۰۲۱م کال کې پېل او اوسمهال ناک اوټ پړاو ته رسېدلې دي.

د ګروپي سیالیو په لومړي ګروپ کې ارجنټاین، اوروګوای، پاراګوای، چیلي او بولیویا لوبډلې وې، په دوهم ګروپ کې برازیل، کولمبیا، اکوادور، پيرو او وینزویلا لوبډلو سیالي ترسره کړې، چې له شلو لوبو وروسته ارجنټاین، برازیل، کولمبیا او پیرو نیمه پایلوبو ته لار موندلې ده.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د برازیل او پيرو لوبډلې د سه شنبې په ورځ د سهار ۳:۳۰ بجې مخامخ کیږي، په دوهمه نیمه پایلوبه کې د ارجنټاین او کولمبیا لوبډلې مخامخ کیږي چې د چهارشنبې په ورځ د سهار په ۵:۳۰ بجې ترسره کیږي.

ارجنټاین لوبډلې د میسي په مرسته په کواټر فاینل کې اکوادور لوبډلې ته په ۳-۰ صفر ماتې ورکړه چې میسي دوه ګول پاسونه وکړل او یو په زړه پورې ګول یې وواهه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx