
غني تاجکستان ته د ور اوښتو عسکرو په اړه له امام علي رحمان سره غږېدلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د هیواد په شمال کې د طالبانو د بریدونو له ویرې سلګونه عسکر له افغانستانه تاجکستان ته واوښتل، د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یې په اړه د یاد هیواد له ولسمشر «امام علي رحمان» سره تلیفوني خبرې کړې دي.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې دواړه لورو د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي او اشرف غني ادعاء کړې، چې ژر به د هغو افغانانو په اړه عاجل اقدامات وکړي، چې تاجکستان ته اوښتې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د تاجکستان ولسمشر افغانستان کې په رامنځته شوي حالت خواشیني وښوده.
یاده دې وي، چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو له پوځي پرمختګونو سره هم مهاله تېره ورځ درې سوه عسکر له بدخشان څخه تاجکستان ته اوښتي وو او تر هغه وړاندې یو سل پنځوس نور هم د شیرخان بندر له لارې یاد هیواد ته تښتېدلي وو.
غني اوس داسي سوی دی لکه د مردارو پیغلو لوڼو پلار. چي د ماخوستن ۱۰ بجې سي نوهغه ته او بیا هغه ټه ټلیفون کړي چي زما لور خو به ستا سره نه وي، د ډوډۍ پر میز وي نه ولیده. اوس هم د میډیا د لاري خبر سوی دی چي عسکر یې تاجکستان ته اوښتي دي. ته وا ده به د وزارت داخلي یا وزارت دفاع راپورونه کتلي وي؟ اونډرا