ورزش

د اسلامي نظام په اړه د عبدالله مزاري څرګندونې او د کرکټ بورډ غیر رسمي غبرګون

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ پخواني لوبغاړي عبدالله مزاري د اسلامي نظام په اړه نوې څرګندونې کړي چې د کرکټ مینوالو ترمنځ یې بېلابېل بحثونه راپارولي دي.

عبدالله مزاري چې اوسمهال د کرکټ بورډ سره هیڅ ډول تړون نه لري، پر خپله فیسبوکپاڼه تازه دوه پوسټونه کړي چې په هېواد کې یې د راتلونکي اسلامي نظام ته خوښي ښودلې ده.

عبد الله مزاري د «بدر عزام» په نوم د یوه طالب پوسټ چې د حکومتي عسکرو سره د جګړې په اړه خبرې کړي، خپرې کړي او ورسره لیکلي دي: «اسلامي قراني نظام راتلوکی دی ان شاء الله».

دغه راز مزاري د عبد الحمید حماسي په نوم د یوه عالم ویدیو خپره کړې چې په کې ښاغلی حماسي د افغانستان په اړه د مکې مکرمې د بېلا بېلو عالمانو پر فتوی رد کړی دی. دغه فتوی کې د طالبانو اوسنۍ مبارزه ناروا ګڼل شوې وه.

ددغه ویدیو خپرولو سربېره مزاري لیکلي: «الله ج داسې حقیقي ریشتوني غیرتي تکړه مسلمانان زیات کړې، خوندور حقیقي ریشتونی بیان».

ښاغلي مزاري په وروستیو کې د باګرام له سترې امریکایي قرارګاه څخه د امریکایي پوځیانو په اړه هم خوښي ښودلې او په دې تړاو یې یو پوسټ خپور کړی دی.

د مزاري د تازه پوسټونو په هکله که څه هم افغانستان کرکټ بورډ رسما څه نه دي ویلي، خو د سپورتي خبرونو ژورنالیست فرید الله سادات د کرکټ بورډ له خولې وایي، «عبد الله مزاري کرکټ بورډ سره قرارداد نه لري او د بورډ رسمي لوبغاړی هم نه دی».

د سادات په وینا، عبد الله مزاري د کرکټ بورډ له لوري په هیڅ ډول لوبو کې نشي لوبېدی او هر څه چې وایي کرکټ بورډ پورې تړاو نه لري.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهرني پوځیان د وتلو په وروستي حال کې دي، او طالبان د هېواد په زیاترو ولایتونو کې پر ولسوالیو قابض شوي دي.

د یادونې وړ ده چې عبد الله مزاري سږکال په جنوري میاشت کې له هر ډول کرکټ څخه استعفا وکړه، نوموړي د ملي لوبډلې په استازیتوب یوازې ۱۵ نړیوالې لوبې ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx