افغانستان

هرات: د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې ۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو تیره ورځ د غوریانو ولسوالۍ مرکز اړوند ګڼو سیمو باندې د ډیسي توپونو ګوزارونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

طالبانو څو ورځې مخکې د غوریانو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ په ګډون ګڼې پوستې ونیولې او دا مهال د ولسوالۍ د تعمیر نیولو لپاره د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښتې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې په غوریانو ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د نښتو له امله ګڼې کورنۍ کډې کولو ته هم مجبوره شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx