افغانستان

بدخشان: له ‍۱۰۰۰ زیات دولتي عسکر تاجکستان ته تښتېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د بدخشان ولایت په سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د نښتو او سیمو لاس په لاس کېدو له کبله له زرو(۱۰۰۰) څخه زیات دولتي عسکر تاجکستان ته تښتېدلي دي.

د تاجکستان «خاور» خبري آژانس ددغه هېواد د ملي امنیت او سرحدي پولیسو د چارواکو په حواله نن د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د افغانستان بدخشان ولایت په څو ولسوالیو د طالبانو له بریدونو سره همهاله په سلګونو افغان عسکر او پولیس له پولې هاخوا تاجکستان ته تښتېدلي دي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بدخشان ولایت په خواهان، شکی، نسي، مایمي، شغنان او اشکاشم ولسوالیو په مربوطاتو کې ۹۱۰ کیلو متره ګډه پوله شتون لري، چې د تاجک چارواکو د وینا مطابق له یادو ولسوالیو څخه د افغان عسکرو له تېښتې وروسته طالبانو دغه سیمې لاندې کړې.

د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو له بریدونو څخه تښتېدلو ۱۰۳۷ افغان پوځیانو ته یې د انساني همدردۍ او ښه ګاونډیتوب د اصولو له مخې پناه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د کابل حکومت مشر اشرف غني سره د هغو ۳۰۰ افغان عسکرو د برخلیک او افغانستان ته د بیرته ستنولو په هکله خبرې کړې وې، چې دوه ورځې وړاندې تاجکستان ته تښتېدلي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل حکومت عسکر د طالبانو د بریدونو له ویرې ګاونډیو هېوادونو ته له خپلو وسلو او مهماتو سره تېښته کوي.

تردې وړاندې هم د شیرخان بندر څخه ۱۴۰ افغان عسکر تاجکستان، د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ لسګونه عسکر ازبکستان او د کونړ ولایت منورې ولسوالۍ څخه ۳۵ افغان عسکر ګاونډي هېواد پاکستان ته تښتېدلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

خدای بی زوال د تاسو دواړه خواوی غلامان او وحشیان تباه اوبرباد کړی لکه چی افغان ملت مو د اجنبیانو په دستور تباه او برباد کړۍ دی او اوس هم په لګیا یاستۍ ، لعنت دی وی د تاسو په افغانیت ، اسلامیت او انسانیت !!!! د تاسو خبیثو اعمالو څخه معلومیږی چی تاسی نه افغانیت نه اسلامیت او نه انسانیت لرۍ بلی پریودل شوی غلامان انسانی هویت نلری او یوازی د وحشیانو په څیرد بادارانو غلامی ته مطیع دی!!!!!!!

ش م

وختونه بیــــــــګانه شول حقیقت رانه پردی شو

غلامي شوه افتخارو آزادي یو ډول پـیـــغور شو

دتاریخ په سلسله کې وم شــــــنه ونه د یوه باغ

خپل ښاخ مې پردي تبر ته دخپلې ماتې زور شـو

دتوفان او دسیلاب هیڅ پروا راســـــــــره نشـته

دجابر په معرکه کې مې شغال په غوښو موړشو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx