افغانستان

طالبان: له پوځي لارې د پلازمېنې کابل د نيولو هوډ نه لرو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، له پوځي لارې د پلازمېنې کابل د نيولو هوډ نه لري او ټول بهرني پوځيان بايد تر ټاکلې نېټې له افغانستانه ووځي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، دوی د کابل د نيولو هوډ نه لري، ټول بهرني پوځيان بايد د سپټمبر تر يوولسمې له افغانستانه ووځي او که تر هغه وروسته هر ډول بهرني پوځي يا قرادادي پاتې شو، د يرغلګر په سترګه به ورته کتل کيږي.

د ښاغلي شاهين په وينا که بهرني پوځيان د دوحې تړون پر خلاف په افغانستان کې پاتې شي، طالبان به يې پر خلاف غبرګون وښيي او وروستۍ پرېکړه به د دوی مشرتابه کوي.

د قطر دفتر وياند زياته کړې، چې دوی د بهرنيو پوځيانو خلاف دي، خو بهرني ډيپلوماټان، سفارتونه، نادولتي مؤسسې به خپلو دندو ته دوام ورکوي او هغوی ته به هېڅ ډول ستونزه نه وي.

طالبان وايي، افغانان له نړۍ سره ډيپلوماټيکو اړيکو او مرستو ته اړتيا لري او له همدې امله به بهرني سفارتونه او نادولتي مؤسسې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او پر هغوی به هېڅ ډول بريدونه نه کيږي.

طالبانو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» وياند جان کربي ويلي و، چې د امريکا سفارت د امنيت ساتلو لپاره به شاوخوا ۱۰۰۰ پوځيان په افغانستان کې پاتې کيږي.

خو ښاغلی شاهين وايي، چې دوی له سفارتي مسؤولينو، ډيپلوماټانو او نادولتي مؤسسو سره دښمني نه لري، پر هغوی به هېڅ ډول بريد نه کيږي او له همدې امله د بهرنيو پوځيانو پاتې کېدو ته اړتيا نه شته.

سهيل شاهين له بګرام پوځي اډې د امريکايي او ناټو ځواکونو وتل تاريخي شېبه بللې ده.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په شپه ټول امريکايي او ناټو ځواکونو د بګرام له سترې پوځي اډې وتلي دي.

د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې بايد ټول بهرني پوځيان او قراداديان له افغانستانه ووځي او په مقابل کې به يې طالبان نورو وسله‌والو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې امريکا او د هغې متحدينو ته د افغانستان له خاورې ګواښ وکړي.

د کابل حکومت چارواکي او د ولسي جرګې ځينې وکيلان ادعا کوي، چې د طالبانو د جګړې له امله د هېواد وضعيت د اندېښنې وړ دی، خو ښاغلي شاهين دا څرګندونې رد کړي او وايي، چې ډېری ولسوالۍ او پوځي قرارګاوې د قومي مشرانو او سپین ږيرو د منځګړيتوب په نتيجه کې له جګړې پرته تسليم شوي دي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال ويلي و، چې دی نور د افغانستان جګړه پای ته رسوي او اعلان يې کړی و، چې د راتلونکي سپټمبر تر يوولسمې نېټې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

که د کابل نیولو هوډ نلري، نو د افغانستان د ورانولو هوډ لري؟ که د صلحي خبري بریالۍ نه سي او کابل هم د پخوانۍ شمالي ټلوالي په لاس کي پاته سي نو دا خبره خو د افغان جګړې د دوام په معنا ده چي د هیواد ټوله کلي او ښارونه به پکښي خرابیږي. سهیل شاهینه که دي خبري نه دي زده، شا ته سه. خپل مسئولیت و یوه هوښیار سړي ته وسپاره. ته څه فکر کوې چي په کابل کي د خپل ریښتني دښمن پر ضد به اقدام نه کوې او په ولایتونو او ولسوالیو کي بریدونه کوې، تر… نور لوستل »

محمد نعیم

دا چي کابل زورواکي د صلحي خبرو کي د ګډون پر ځای د ملیشو په جوړولو لاس پوري کړی دی. طالبان باید دا خبره د امریکا سره سوي تړون کي پیشبیني سوي شرایطو کي ښکاره بدلون وبولي او د صلحي د تړون په شرایطو کي د بدلون غوښتنه وکړي (هغه هم د میډیا دلاري). امریکا به هم په توافقنامه کي د امریکا د سفارت د ساتني لپاره د یوه محدود ځواک د پاتیدو شرط ور اضافه کول غواړي. طالبان باید د تنظیمي ملیشو جوړښت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د انحلال رسمي اعلان بللو سره (او دا د افغانستان د… نور لوستل »

طوطی

یار زه خو نن سبا د ملا متقی ویډیو ګانی وینم لر پاتی ده چی زه هم طالب شم. باور وکړی چی ملا تقی داسی خبری کوی چی زه یی هم جزب کړی یم. خدای مکړه چی که یو دوه درې ځلی نور د ملا متقی ویډیوګانی وګورم زما فکر به هم طالبانی شی ما ته دعا وکړی کنه نو طالب شوم.

عبدالرقیب

لږ ساده ژبه کاروه وروره! داسي ووایه چي د اسلام سپیڅلي دین ته مي میلان زیات سوی دی. خو فهم کوه چي د طالب (مسلمان) کیدو د اعلان تر مخه د پلار څخه پیسې غلا نه کړې. ناحقه به دي تحریک ته ضرر رسولی وي.

دکتور مجاهد

طوطی جانه ، ښه انتخاب مګر د مجبوریت له مخی ، که افغانستان کی دننه یاست د مرګ له ویری دا وایاست طالبان نزدی چه کابل فتح کړی، او که بارنی کوم هیواد کی یاست د طوطی په نوم خو نه یاست ږیره به اوږده او اوږد بتکی به په سر کړی او کابل ته به ورمندی وهی چه کوم ولسوال مقرر شی ستا دوستان نور هم زیات دی حتی دوستم هم په قار کی د طالبانو په ګټه خبری کولی ویل یی چه قابل تعجب هست اردو پیشرفته امریکا و ناتو از دست جند موتر سایکل به شکست مواجه… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، له پوځي لارې د پلازمېنې کابل د نيولو هوډ نه لري.نودغه ځوانان دڅشی دپاره شهیدانه وۍ،جاهلودقرآنه ناخبروخودساخته وومسلمانانو،په قرآنکریم کی دامریکایی اوافغانی کافراومنافق فرق نسته دالله وبیریږی دکفارواومنافقانومه بیریږۍ چیری دۍ هغه شیخ عبدالحکیم چه ځان یی دقرآنکریم عالم بالۍ هغه هم درواغجن وخاتۍ. يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ ٱتَّقِ ٱللَّهَ وَلَا تُطِعِ ٱلۡكَٰفِرِينَ وَٱلۡمُنَٰفِقِينَۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمٗا.سوره الاحزاب آیات ۱ معنی:اۍ نبی !ویریږه دالله نه اوپرمان برداری مکوه دکافرانواومنافقانو،بیشکه الله دۍ پوه دحکمت خاوند. نوداسلام نوم مه اخلۍ چه پرقرآنکریم عمل نکوی ملت ته داسلام پرنامه دوکه مه ورکوۍ ستاسواوداشرفغنی هیڅ… نور لوستل »

ملا جانان

د افغانانو اړتیا صلحه، اسلامي شرعي نظام، د سیاسي واک، ملي منابعو، دولتي موقفونو او د پرمختګ امکاناتو عادلانه او متجانسه توزیع ده څو ملي ثبات او پرمختګ رامنځته سي، جرم، جنایت، فساد او درغلی ورکه سي. په دې لاره کي سیاسي او وسله واله مبارزه کول یو سپیڅلی کار دی. د فساد ورکولو په هوډ چي یو څوک د جګړې ډګر ته راووځي نو بیا په لوی لاس پر ځان محدودیتونه نه لګوي. هره هغه لار چي فساد ورکولای سي، باید بې دړکه تعقیب سي. د روان ناورین او فساد سرچینه کابل دی. دا ټول وساد د ارګه او… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx