نظــر

طالبه! یو بل امتحان ته څومره تیار یې؟

نصیب ځدراڼ

۲۰۱۹ کال و، د لوګر_دادو خېلو سیمه کې د ملکي تلفاتو په یوه راپور جوړولو پسې تللی وم. د ماخوستن ډوډۍ ته ناست وو چې د چورلکو شور شو، کوربه په دې لټه کې و، چې ژر له کوره ووځو؛ خو موږ بیا ویل چې که ووځو د چورلکو یا د ډرون ښکار نشو.

کامرې مو یوه باغ کې پټې کړلې، د باندې ووتلو، کلي باندې ژورې چوپتیا خپل څادر غوړولی و. د چورلکو شور داسې و، لکه اوس به چې د ځمکې پر سر کیني او د خلکو وژل به پیلوي، د کلي سره نږدې یو څلور لارې کې د مجروح په نوم یو طالب ولاړ دی، د مخابرې انتن یې خلاص کړی او غږ یې وکړ:

اورئ ملګرو؟
دهشکې ورته برابرې کړئ چې کیناستو ته یې پرینږدئ. نه پوهیږم چا ته به دا خبره څه رقم وي؛ خو الله تعالی شاهد دی چې زما ویښتان ځیګ ودرېدل، شکر مې اداء کړ، چې نړۍ امریکایانو ته ترخه خبره نشي کولای؛ خو زموږ ځوانان تر خپله وسه اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره آن د دوی چورلکه کیني.

پکتیا ګبر منګل سیمه کې امریکایان د یوه ډیر مطلوب قوماندان سعید الرحمن “کاکا” نیولو پسې راغلي وو، په یوه مرکز یې چاپه ووهله او یو طالب یې ژوندی پکې ګیر کړ، کاکا لږ وړاندې بل مرکز کې و، چې خبر شو، نور طالبان یې ورپسې راوستل، امریکایان لګیا وو، د ده مرکز ته یې اور ورته کاوه، خو خبر نه و خپل د غره له بله طرفه راپسې راغی، همدې وخت کې باران شو، چورلکې هم نشوای کېناستلې، ترڅو طالبانو امریکایان محاصره او جنګ پري پیل کړ.

نری باران و، طیارو په غلط هدف بمبار کاوه، یو وخت مې سعید الله کاکا سره ولیدل وایي “ټیپۍ مو ورته وتریېلې پسې کیز شوي داسې مو څپلۍ کړل(یعني خولۍ/پکولونه مو ورته لري کړل چې جنګ ته ور فارغ شو او ښه مو خراب کړل) وایي د امریکایانو بغارې په ټوله دره کې اوریدل کیدې، نه یې طیارو کومک کولی شو نه چورلکو…
د باران دریدلو سره موږ سېمه پرېښوده. خو سهار چې ورغلو هغه سیمه په وینو لړلې وه، په منډه کې اسلحې ترې پاتې وي.

دا کیسې تر دې رایادې شوې چې طالب د داسې دښمن سره ټکر وکړ او په ګونډو یې کړ چې یقیناً دی یې له قوت نه دی خبر، څوک چې خبر دي هغو پرته له کوم ځنډ او خنډ د دوی لویې غوښتنې مني خو د چا خبره ټیټه ورته ونه ویل اوس تر خپله یې پرینښود چې وطن مو اشغال کړي. خو طالب یې د سپر پاور کیسه کې نه و، په الله تعالي یې توکل وکړ او کامیاب شو.

اوس ممکن طالب دا فکر کوي چې نور زما مبارزه ختمه شوه، یا د مبارزې د راتلونکي پړاو نه نه وي خبر، وایي به قرباني مې ورکړه او د یرغلګرو پر بیسونو مې سپین بیرغونه ودرول.
خو دویم پړاو دومره هم نه اسانه ده….

پام چې غیر مستحکم هېواد سره څوک سفارتي رابطې نه ساتي، ولس یې بېوزله، ځوان یې بې روزګاره وي، پرمختګ یې د نشت په حساب وي او بیا که مبارزه دې نه وي کړې نو د نورو هیوادونو غوندې به ستا د تېلو له څاه ګانو انګریزان تیل را وباسي، خو ته حساب نشې ورسره کولی، ستا له هېواد په بل مسلمان ورور بمبار روان وي او ته یې طیارې شمارې، هم تا وژني هم دې ژړا ته نه پریږدي.

خو دا حالت بدلون غواړي…افغانستان نه به داسې هېواد جوړوو لکه اول مثال او نه لکه دویم مثال کې مې چې وویل.لوی مقام ته رسیدل آسانه ده خو هلته پاتې کیدل بیا دومره آسانه نه دي.

پرته له شکه طالب غیرت وکړ، شل کاله ښارونو ته رانغی، په لرې دښتو، دنګو غرو کې وږی تږی وګرځیدو، دومره وخت زنداني و چې بېرته راغی بچیان یې له ماشومتوبه د ځلمیتوب ډګر ته رسیدلي وو. مهاجر شو، پردي وطن کې یې د نه سړو کیسې پر ځان یووړې، زخمي به و، روغتون به نه و، د بدن غړي یې له لاسه ورکړل، خو د افغان قهرمان لقب یې ژوندی وساته.

اوس یو بل امتحان ورته پاتې دی، لکه څنګه یې چې د انتقام په جذبه لوی کاڼی کېښود او عسکر له ندامته ورته ژاړي همداسې باید ټول ولس ته سینه پراخه کړي، لوی مسؤلیت ورته راجع کیږي، راتلونکي کې د نظام د پیټي په شکل کې د ازغو چوکۍ ورته ډالۍ کیږي.

زه ډېر طالبان وینم چې د شهادت ارمان کوي، پرته له شکه شهادت لویه مرتبه ده او الله تعالی دې هر مؤمن ته مقبول شهادت ورنصیب کړي، خو طالبه اوس باید د یوه داسې اسلامي نظام لپاره تیاری شروع کړې چې د نړۍ مسلمانانو ته یو مثال وي، ته ولس یې او ولس تاته شل کاله په غېږه کې ځای درکړ، اوس باید د ولس ارمانونه پوره کړې، یو داسې نظام جوړ کړې، چې په سیاسي، اقتصادي او نظامي ډګر کې دومره پیاوړی او خپلواک نظام وي، چې د نړۍ هیوادونه ورته ګوته په غاښ وي. چیرته چې د بیا یرغل خطر نه وي، چیرته چې په حق وینا څوک نه وژل کیږي نه بندیانیږي، چیرته چې قومي تعصب نه وي، چیرته چې اداري او اخلاقي فساد نه وي.. چیرته چې په رښتیا سره عسکر د وطن دفاع کوي، چیرته چې وزیر، والي، رئیس، مامور ولسوال د لویو سیمنټي دیوالو تر شا نه بلکې له ولس سره په یوه توشک ناست وي.

د یو داسې نظام لپاره باید تیاری پیل شي چې نړیوالو ته یې وښایې، چې موږ د دې نظام لپاره د وطن کاڼي په وینو رنګ کړل، همدا نظام مو هدف و، ځکه مو په هغو دښتو کې چیرته چې اوبه نه بهیدې، موږ خپلې وینې وبهولې، غوښې مو د یرغلګرو په بیسونو کې پاتي شوې او هديرې مو په ګلالیو ځوانانو ابادې کړې.

او دا خورا سخت ازمون دی…طالبه پام دې دی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx