افغانستان

روزګان: په دوو پېښو کې نفوذي عسکرو خپل نهه ملګري وژلي دي

نن ټکی آسیا(سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳): د طالبان ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د دوی دوو تنو نفوذي ملګرو د خپلې پوستې پنځه  تنه عسکر وژلي دي او دوی ته روغ ـ رمټ رسيدلي دي.

دغه پېښه تېره شپه په چارچینو ولسوالي کې شوې ده. د طالبانو ویاند وايي چې د دوی دې نفوذي ملګرو د چار چینو ولسوالي په کیشي سیمه کې فعالیت کاوه چې تېره شپه خپل هدف ته ورسېدل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دې دوو تنو بریدکوونکو له ځانو سره یوه پيکا، یو راکیټ او درې کلاشینکوفونه هم وړي دي.
د روزګان ولایت چارواکي له دې پېښې نا خبري ښيي خو هغوی بیا وايي چې د روزګان په سراب سیمه کې دوو نفوذي اربکیانوخپل څلور تنه ملګري وژلي او په تېښه بریالي شوي دي.

د روزګان و دوالي ویاند دوست محمد نایاب وايي چې دا پېښه تېره شپه شوې ده او د ده په خبره نفوذي عسکرو د طالبانو په لمسون خپل څلور ملګري وژلي او تښتېدلي دي.

په دولتي امنیتي ځواکونو کې نفوذي بریدونو دولتي مسوولین خورا وارخطا کړي دي.
د نظامي چارو د شنونکو له نظره د نفوذي بریدونو یو لوی علت دا هم کېدای شي چې په پیل کې دولتي ځواکونه یواځې د امنیتي ځواکونو شمېر ته خوښ و، ځکه خو يې بې چاڼه ځوانان جذبول.

د دوی په خبره په امنیتي ځواکونو طالبانو خورا پراخ ګډون کړی دی، چې موږ يې تقریباً تل د داسې پېښو شاهدان یو.
دوی وايي ښايي له پیله یوڅوک په امنیتي ځواکونو کې د برید په نیت نه وي ورغلی، خو کله چې په داخلېدو سره د هغوی بلواکي او مجبوریتونه وګوري، ځینې يې وروسته له هغه داسې اقدام کوي چې انګېرې په دې ډول به له ګناه خلاص شي.

ځينې هغه ځوانان چې  له نفوذي بریدونو نه روغ بېرته طالبانو ته رسېدلي وي، د طالبانو په ویډیوګانو کې خوښ ښکاري او وايي چې دوی دا کار دخپل وجدان د ارامۍ لپاره کړی دی، هلته ډېری ځوانان اعتراف کوي چې دوی به د دندې په وخت خپلواک نه و او تل به يې په عامو خلکو چاپې وهلې.

تر اوسه پورې نه د کورنیو چارو وزارت او نه هم نور مسوول ارګانونه په دې توانیدلي دي چې خپلو  ځواکونه په یوه روحیه جذب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x