شعـــــرونه

خر د بام پر سر/ جهاني

عبدالباري جهاني

یو ملا و نصرالدین و پلار بللی
هره ورځ په نوي نکل کي راغلی

لا یو نکل به یې ګرځېدی په خولو کي
چي به بله آوازه سوه په کوڅو کي

په غوجل کي یې تړلې توره غواوه
پنډه چاغه بې شیدو توره بلا وه

پر ملا باندي وه ګرانه نازدانه وه
چي ور پاته له خپل پلاره نښانه وه

له سهاره تر ماښامه یې خوړل کړل
چي هر څوک به ور نیژدې سو دې وهل کړل

خر یې هم په ښکر څو ځله زخمي کړی
چي راغلی به له بار څخه وو ستړی

وچه غواوه نور یې نه وه کمالونه
یا خوراک وو یا وهل به یې شخوندونه

خره به کورته هره ورځ راوړل بارونه
اوربوز کښته ځړولی مړه غوږونه

یوه ورځ ملا زیار وایست تر ماښامه
خر یې پورته په زینو کي کړ تر بامه

ګوندي خلاص یې کړي د توري غوا له شره
له آزاره د وهلو او د ښکره

خو چي خر یې بام ته پورته کړ حیران سو
پر ایستلو زحمتو باندي پښېمان سو

خر چي پورته سو وبام ته په خندا سو
په مستي په خرچیلکو په ګډا سو

چي د بام تازه هوا یې تر سږمو سوه
هسکه خاوره یې د بام لاندي تر پښو سوه

چي د ځان او بیا د بام په ننداره سو
ځان یې ورک کړ بل حیوان ورته ښکاره سو

نور هغه د پرون خر نه وو بل شی وو
کله آس، کله لېوه ، کله زمری وو

ملا غوښتل چي یې لاندي بوزي کورته
خر هیڅ نه تسلیمېدی د ملا زور ته

خوله یې ونیول اسمان ته په نارو سو
په مستۍ سو په اتڼ په نڅېدو سو

له یوه سره تر بله یې ځغستله
تر پښو لاندي به یې خونه لړزوله

چي ملا د خپل قسمت په تماشا سو
له ناکامه بې وسیه په ژړا سو

کرۍ ورځ چي یې هرڅه زحمت وو کښلی
ایله خر یې وو تر بامه رسولی

هغه خر چي تر پرونه به پر سپور وو
نن تر بامه رسېدلی پر ده زور وو

خره تمامه شپه پر بام باندي ځغستله
له ملا یې خپل خوبونه تښتوله

کرۍ شپه یې په مستۍ، نارو سبا کړه
شاوخوا ته ګاونډیان یې په غوغا کړه

تر سهار پوري د خوني بام نسکور سو
خر را ولوېدی د خوني چت پر خپور سو

کور خراب سو خر تر خاورو لاندي مړ سو
ملا وکتله خپل عقل ته پړ سو

اضافه یې یوه بله تجربه کړه
سمدستي یې په کتاب کي نوشته کړه

چي هر خر وي لوړ تر بامه رسېدلی
عاقبت به یې خپل کور وي نړولی

چي هر چېرته خر د کور بام ته سي پورته
بام نړیږي بلا راولي خپل کورته

کور خراب کړي بام پر خونه را نسکور سي
دی له خپلي خرتوبی څخه په ګور سي

هر بنده په خپل مقام کي وي ښاغلی
خدای د هر بنده قسمت ورته لیکلی

« خدای دي نه ورکوي خره لره ښکرونه
د غوایانو به ور څیري کړي نسونه »

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتي اته لسمه، ویرجینیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

جهاني صیب! ته به شاید د خپلي کوزنۍ لمړی شخص یې چي په مکتبي سیسټم به دي زده کړي کړي وي. خو زما والدین هم اعلی تعلیمیافته دي او نیکه مي لا انجنیر تیر سوی دی. زه په روانو شرایطو کي ستا احساسات درک کولای سم. دا چي بې شیدو غوا دي د چا سره تشبیه کړې ده او غوا د ظلم لاندي خر څخه دي هدف څوک دي. ملانصرالدین مثال دي پر چا راوستی دی. په ټولو دي پوه سوم. خو دا یوه خبره درته کوم چي د افغانستان خلګ د مکتب او مکتبي نظام څخه ښې خاطرې ځکه… نور لوستل »

Sayed

لکل فن رجال د هر مسلک لپاره خپل اړوند خلک دي، خو نن زموږ د ملا طبقه هرکاره ده. له فلسفي اړخه هم د زده کړې موخه (مفهوم) هم همدا ده چې خلک د کار او د دولتي سيستم لپاره وروزي، خو طالب يې سيځي. د ښوونځيو سېځنه ښه کړنه نه ده. له تاسې درانه ملا جانان څخه هيله کيږي چې موروپلار او نېکه دې د لوړې کچې زده کړې څښتنان ول هغه خدای ورسول صلی الله عليه وسلم خو پرېږده که د خپلو والدينو او د نېکه د انجنيرۍ په پار چې لوړې زده کړې يې کړې وې طالب… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x