نظــر

د امریکا سفارت او که نظامي اډه؟

محمد طاهر ثابت

نن امریکایي ورځپاڼې خبر ورکوي چې امریکایان غواړي خپل سفارت د نظامي عملیاتو مرکز کړي. دا مرکز به پیټر ویسلي اداره کوي. هغه ته وظیفه ورکړل سوې ده چې څلور کارونه وکړي:

د دیپلوماتانو ساتنه، د کابل د میدان ساتنه، د غنی د ادارې د عسکري قراردادیانو مرسته او د تروریزم په خلاف عملیات.

دا آمریکایي اداره به بیا د قطر په بله اداره باندې متکي وي چې مرسته ورکړي. دوی به په ګډه په افغانستان کې د عملیاتو او بمبارۍ چارې په مخ بیايي او د امریکا مرکزي کمانډ به د عملیاتو امر ورکوي. د بمبارد طیارې به د عربي خلیج نه راځي. دا چې د امریکا سفارت د زرو نه زیات خلک ځایولی سي نو د ۶۵۰ عسکرو سره د سي آی ای او قراردادیانو لپاره هم ځای لري.

دیپلومات د سفارتونو کار کوي. دپلومات د خپل حکومت د سیاسي، اقتصادي، او مدني ارتباط په خاطر په نورو دولتو کې کار کوي او یا د سفارت چارې په مخ بیايي. یو دیپلومات پورتني ارتباطات په ماهرانه ډول پر مخ بیايي. دیپلومات له زاړه تعبیر نه نیولې تر اوسني استعماري تعبیر پورې د پورتني ارتباطاتو د ټینګولو لپاره ګمارل کیږی. د هغه تعبیر او وظیفو کې نظامي عملیات او جاسوسي ځای نلري. دیپلومات د مذاکراتو وظیفه لري او بس. د یو دښمن دولت اهداف کیدای شي د بل دولت نه خبرداری وي او د هغه لپاره کیدای شي جاسوسان ولیږي، تخریبي کارونه وکړي او یا په هغه باندې جنګ شروع کړي. خو دا یو هم د دیپلومات کار ندی. البته بې شرمه ديپلوماسي اجازه ورکوي چې یو دیپلومات د زور خبرې وکړي خو هغه هیڅکله په نظامي کارونو کې مداخله نسي کولای.

دا چې استعماري دولتونه بې شرمه دي نو د خپلو پالیسیو د تعمیل لپاره جاسوسان او نظامي کسان د دیپلوماتو په جامه کې په پټه په یوه او یا بل نوم په سفارتونو کې ځای پر ځای کوي. متاسفانه امریکا نن سبا هغه عادت پریږدي او په ډاګه وایي چې هغوی خپل سفارت د نظامي او مدني چارو لپاره استعمالوي.

اشغال او که دیپلوماسي؟
افغانستان د تیرو شل کالو په دوران کې د وحشي اشغال ځای و. د دوحې تړون سره هغه باید پای ته رسیدلای وای. خو بیاهم داسې نه ښکاري. امریکا به خپل مصارف کم کړي وي خو د اشغال خیال یې لا په سر کې دی. دا اشغال د افغانستان د بدبختۍ او ورانکارۍ لپاره دی.

وایي امریکایي اشغال د ترمیم او جوړولو لپاره نه وي. هغوی صرف د ملتونو د تضعیف لپاره وي ترڅو امریکایي ديکتاتوري باندې وچلوي.

د دوحې د تړون له عملی کیدو وروسته امریکا غواړي خپله تخریبي پالیسي په مخ بوزي. د کابل اداره او طالبان په جنګ کې مصروف وساتي، طالبان ضعیف او بدنامه کړي، او ورو ورو هغه له صحنې نه اخراج او بیرته خپله مزدوره اداره فعاله کړي، کومه چې د امریکا هره ناجایزه غوښتنه ومني. د داسې ناجایز کار مثال د غني ادارې او پاکستان معامله وه چې د دیورنډ خط یې باندې ومانه او پاکستان وکولای شول هغه دیوال باندې جوړ کړي.

دا پورتني کارونه اول د پاکستان یا شمالي هیوادو کې د اډو په ذریعه پلان سوی و. دا چې اوس امریکا هغلته ناکامه ښکاریږي نو پلان بي بې جوړ کړی او د هغو اډو په ځای اوس خپل سفارت استعمالوي چې د قطر د اډو په مرسته به افغانستان تر تخریبي عملیاتو لاندې ونیسي.

په پورته دلیلونو باندې متکي مونږ ويلای سو امریکایی سفارت د دیپلوماسۍ لپاره نه بلکه د اشغال د دوام او د افغانستان د ویجاړۍ لپاره استعمالیږي.

د پاکستان رول:
د پاکستان دولت د امریکایي پالیسۍ د تعمیل یوه برخه باید وګڼل شي.

که څه هم پاکستان د بېطرفۍ نارې وهي خو بیا هم هغه پاکستان او هغه دولت دی. هغوی د طالبانو د نه رسمیت خبره کړې او د ځینو خبري پاڼو په وینا په پاکستاني پښتونستان کې په افغاني طالبانو د عملیاتو د پیل اوازې دي.

دولتونه خپل مصالح لري او هیڅکله د بل د خیر دعا نکوي. دا د ماډرن سیاسي جوړښتونو فاجعه ده. په پاکستان کې به اوس خانان وي خو همدا خانانو د دوست او دښمن په جامه کې د افغانستان د تخریب لپاره قدمونه پورته کړي دي. په عمران خان بیا هم باور ناشونی دی.

دا چې تر کومه پاکستان اصلاح سوی او د خپلې مور سودا نکوي هغه به وخت وښیي. د عمران ممانعت چې امریکا ته اډې نه ورکوي د افغانستان خیرت نسي تضمینولای. کیدای شي سبا پاکستان هلته اډې ورکړي. پاکستان یو ديوالي دولت دی او که چین یې ضمانت ونه کړي نو نن یا سبا به هغه امریکایي پښې مینځي او سجده به ورته کوي.

هغه چې عمران باندې خوله پټه کړې هغه دا ده چې دوی به خپل هوايي حریم د امریکایانو په خدمت کې نه ږدي. امریکایي بمباري د تېرو میاشتو په دوران کې د خلیج له اډو سوې وې او د هغو لاره په پاکستاني هوایي حریم وه. اوس چې امریکا د کابل سفارت او د عربي خلیج د مرکزو خبره کوي د هغه لپاره پاکستاني هوایي لاره حیاتي رول لري. بې د پاکستان له اجازې د امریکا دا پلان هم ناکامه دی. نو ځکه مونږ ۹۰ ٪ یقین لرو چې دا امریکایي پلان بی به د پاکستان په مشوره ترتیب سوی وي.

په پاکستان کې د نوي اشغال خبرې کیږي. دا ځلې به د ترکيې، پاکستان، سعودي، اندونیزیا او مالیزیا د اسلامي کانفرانس له لارې وي. ددې کانفرانس پورتني غړي بیا هم د امریکایي ایتلاف یا غړي دي او یا د امریکا په اشارو څرخيږي.
د سعودی، د سوریې او یمن بد کارونه، د اندونیزیا له امریکا سره نزدې علاقې او د ترکیې، پاکستان، او مالیزیا د امریکایي اشغال سره مستقیم کومک هغه تاریخ دی چې افغانستان ته د هوسایینی زیری نه ورکوي. که دا پلان رابرسیره سي د اسلامي کانفرانس په نامه به امریکایي اشغال تمدید شي.

نو
هیله ده طالبان پورتني ټکیو ته متوجه وي او خدای دې وکړي دوی د امریکا د پورتني پلان شعوري او ناشعوري خښتې نه وي‌.

طالبان کولای شي د باالفعل او فی الحقیقه حکومت په زور امریکایانو ته د خبرداري او اخطار په ډول ووایي چې هغوی بین المللي دیپلوماتیک قوانین او تفاهم مات نکړي. د هغوی په مجازو کارکنانو تحدید ولګوي او له دریو تر لسو کسانو زیات دیپلوماتانو ته اجازه ورنکړي. اضافي کسان باید د جاسوس، قراردادي قاتلانو، او یا نظامي اډو مسؤلین وبلل سي او په همدې ډول د اخراج امر ورته وشي. که همدا ونسي نو هغه باید د اشغال د دوام برخه وبلل سي او په همدې دلیل د هغوی د ساتنې تضمین طالبان ونکړي.

په همدی ډول کیدای شي هم د امریکا پلان او هم د پاکستان همکارۍ ته خاتمه ورکړي.

طالبان کولای شي د اسلامي کانفرانس د توطیې لپاره اماده وي او د هغې د شنډولو لپاره معقول پلان ولري. کیدای شي د پاکستان، ترکیې او نورو یاد سویو دولتو نه سوا داسې دولتونه چې د بیطرفۍ رول اداء کولای شي معلوم کړي او د هغوی مقید حضور ومني.

دا دولتونه د دریمګړي په توګه د اوربند ساتونکي او جرګه وال وي. دا به هلته مهم وي چې اول د کابل او طالبانو په مینځ کې اختلافي ټکي حل سي او په یوه مشترک حکومت توافق وشي او بیا اوربند. په اخر کې د همدې مطلب لپاره دریمګړي دولتي نمایندګان او ساتونکي د سولې د پروسې د تعمیل راپور ورکړي او مشکلات د افغاني ذات البیني خبرو له لارې حل کړي او د جنګ او خونریزۍ مخه ونیسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

که داسی کیدای سوای نودبګرام بیس به یی نه خالی کاوۍ هسی دځانه توصورات اوبیری خپروۍ دانسان لوی دښمن ددوی بیروونکۍ دۍ امریکاماته ده نورهیڅ هم نسی کولای،مسلمانان دی پرقرآن عمل وکی په ټولواسلامی ملکوکی به دکفاروبیسونه اوقدرت داسی وځپل سی چه بیابه یی نمونه هم نسی پاته که پرقرآنکریم عمل وسی دغه دعری هیوادوکافرسیاسی حکومتونه به دملکوڅخه ورک سی اوسوچه اسلامی متحد حکومتونه به په وجودراسی دعرب ترموږزیات واسلام ته تږی دی خونن په اسلام کی یوصحیح رهبری نسته،اسلام دنجسی دیموکړاسۍ په واسطه ځپل سوی دۍ کفاردالله داحکاموپرلمنځه تللوکامیاب سوی دی،الله فرمایی: وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx