افغانستان

ښايي یو شمېر برتانوي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام داسې راپورونه شته چې ښيي، ښایي یو شمېر برتانوي‌ پوځیان د کابل حکومت د عسکرو د سلاکارانو په حیث په افغانستان کې پاتې شي.

ډيلي‌‌ ټلیګراف ورځپاڼې د برتانیې د ځانګړي‌ هوایي ځواک د یوه عسکر له خولې راپور ورکړی، چې یاد هیواد چمتو دی، د ځانګړو ځواکونو یوه مشورتي‌ ډله په افغانستان کې پریږدي، تر څو په هوایي ډګرونو کې دیره شي‌ او افغان عسکرو ته لازمې سلا مشورې ورکړي.

د سرچینې په وینا، لا هم څرګنده نه ده چې دغه ځواکونه به تر کومه وخته په افغانستان کې‌ پاتې وي؛ خو ښایي تر هغو پاتې شي، تر کومه چې افغان حکومت ورته اړتیا لري.

ورته مهال یوه بل نظامي چارواکي ویلي، چې برتانیا دا مهال په افغانستان کې اووه سوه پنځوس عسکر لري، چې د بشپړ ایستلو او یا د یو شمېر د پرېښودلو په اړه یې تصمیم نه دی نیول شوی.

بي بي سي د یو شمېر سرچینو په حواله لیکلي، چې د برتانیې د لومړي‌ وزیر‌ تر مشرۍ لاندې د یاد هیواد د ملي امنیت شورا ناسته ترسره کېږي او د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د امنیتي‌ وضعیت په اړه هم بحث کوي.

د سرچینې په باور، برتانیا به په افغانستان کې د خپلو عسکرو د حضور د تمدیدولو او یا هم ایستلو په اړه هم تصمیم ونیسي.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د برتانیې د ښاري بسونو په یوه تم ځای کې داسې محرم اسناد وموندل شول، چې څرګندوله یې، د امریکا متحده ایالاتو له یاد هیواد غوښتنه کړې چې یو شمېر ځانګړي عسکر په افغانستان کې پریږدي.

بل لور ته طالبان بیا ګواښ کوي، چې که بهرني پوځیان په ټاکلي‌ نېټه له افغانستانه ولاړ نشي، دوی به یې په وړاندې جګړه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

معنی دا چه د دوی پر خبرو وعدو هيڅ اعتبار نه سته۔ يوازی اوس نو د غوږ پيچ ته دی انتظار باسی۔ دوی نه مری کيږی نه زخمي کیږی افغانان دی چه دا د جنګ دروند بار به وړی۔ الله پاک دی جزا ورکړی۔

الحاج استاذ بیانزی

دوی هغه چلباز ګیدړان پهلوانان دی چه د زور په ځای له چیغو او فتنو او دسیسو کار اخلی شایی چه د خپل منځی جنګو د راپارولو او ګرمولو د پاره د افغانانو به جامه او قیافه او هغه هم په ډیرو پټو ادفاترو کی به تر هغی ګرځی چه د طالبانو په لاس ورشی کله چه د طالبانو له خوا یی له دوه دری کسانو حرمن وباسی بیا ګوره چه د داکتر برایدن په شان به یی مایپر لیار خطا کړی او لتبند به پیاده منډی وهی . اول خو دا دی چه طالبان عربان نه دی په دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx