روغتیا

له هند او افغانستان وروسته، اندونیزیا کې هم لسګونه ناروغان د اکسیجن نشتوالي له کبله مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د اندونیزیا روغتیایي چارواکي وایي چې ددغه هېواد په یوه روغتون کې د کرونا لسګونه ناروغان د اکسیجن نشتوالي له کبله مړه شوي دي.

په دې وروستیو کې د اندونیزیا په ځینو ښارونو کې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ پېښې مخ پر زیاتېدو دي چې په روغتونونو کې اکسیجن د کمښت سره مخ شوی دی.

روغتونونه مني چې د اکسیجن بالونونه یې ختم شوي. د راپورونو له مخې په یوه روغتون کې د اکسیجن کموالي له کبله ۶۳ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اندونیزیا حکومت د اکسیجن تولیدونکو ته سپارښتنه کړې چې طبي اړتیاو ته لومړیتوب ورکړي، او له شرکتونو یې غوښتي تر څو تولید ډیر کړي او په سخت وخت کې له اکسیجن احتکارولو ډډه وکړي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې په هند کې د کرونا زیاتوالي پرمهال په روغتونونو کې د اکسیجن سخت کمښت سلګونه ناروغان مړه کړي. هغه مهال په ټولنیزو رسنیو یو شمېر ویدیوګانو ښودله چې له روغتونونو بهر پر سړک ناروغان پراته وي او اکسیجن ته اړتیا لري.

دغه راز افغانستان کې هم په روغتونونو کې د اکسیجن کمښت او ناروغانو لپاره د ځای نه موندلو له کبله لسګونه ناروغان مړه شوي دي.

د اندونیزیا په هغه ښارونو کې چې د کرونا پېښې په کې زیاتې شوي، د اکسیجن بالونونه په سختۍ موندل کیږي او بیه یې هم دوه چنده زیاته شوې ده، دغه راز خلک له بازاره د اکسیجن بالونونه اخلي او د خپلو ناروغانو درملنه په خپل کور کې کوي.

وروستي راپورونه ښيي چې اندونیزیا ته د کرونا ویروس «دلتا» بڼه رسېدلې، او له مخې یې هره ورځ دغه هېواد کې شاوخوا ۲۵ زره کسان په کرونا اخته کیږي.

دغه هېواد کې ځینې روغتونونه له ناروغانو بشپړ ډک او له روغتونونو بهر د ناروغانو د بسترولو لپاره خیمې لګول شوي دي.

که څه هم اندونیزیا د نفوس له لحاظه د اسیا لویې وچې تر ټولو ستر هېواد دی، خو تر دې مهاله په کې ۲ ملیونه او ۳۰۰ زره کسان په کرونا اخته شوي او تر ۶۰ زرو زیات مړه شوي دي.

روغتیا پوهان وایي، اندونیزیا کې د مړو شمېر تر هغو څو چنده زیات دی چې د حکومت له لوري په رسمي شمېرو کې ښودل کیږي، لامل یې له پلازمینې جکارته بهر د معایناتو کمښت ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx