
اسراییلو د حماس له لوري د خپل پوځي تښتونه ومنله
نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۳ل): اسراییلو په غزه کې د حماس له لوري د یو عسکر تښتونه رسماً ومنله.
اسراییلي رادیو د پوځ د ویاند له خولې نقل کړي چې دوی په شجاعیة سیمه کې ۷ اسراییلي پوځیان له منځه د ۶ اسراییلي پوځيان مړي پیدا کړي او یو ترې ورک دی.
د دوی په وینا دغه پوځیان دوه ورځې دمخه په غزه کې ووژل شول.
تر دې دمخه په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو استازي رون بروسور د اسراییلي پوځي د تښتونې خبر رد کړی و.
د حماس جهادي غورځنګ نظامي څانګې کتائب القسام دوه ورځې دمخه د یو اسرایيلي پوځي د نیولو خبر ورکړ. دوی د دغه اسراییلي پوځي نوم او نظامي نمبر هم خپور کړ.
له هغې وروسته چې اسراییلو د غزې په تړانګه ځمکني بریدونه پیل کړي د حماس د مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ شوي.
د القدس العربي د راپور په اساس تر دې مهاله په جګړه کې د اسراییلو ۴۵ عسکر وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان دي.
اسراییل تر وسې وسې کوښښ کوي څو په جګړه کې دوی ته اوښتي تلفات کم یا پټ وساتي.
