افغانستان

تاجکستان افغان پولې ته څېرمه شل زره اضافي عسکر ځای پرځای کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان په شمالي ولایاتو کې د طالبانو له چټک پرمختګ او تاجکستان ته د سلګونو افغان عسکرو له تېښتې سره همهاله تاجک چارواکو پرېکړه کړې چې افغان پولې ته څېرمه شل زره اضافي عسکر ځای پرځای کړي.

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر امام علي رحمان خپل پوځ ته امر کړی چې افغانستان سره ګډې پولې ته شل زره اضافي عسکر ولیږي.

ددې ترڅنګ تیره ورځ د تاجکستان ولسمشر د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایوف، د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توقایوف او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د افغان پولې د وضعیت په اړه خبرې او بحثونه کړي دي.

څلور واړو ولسمشرانو د افغانستان په شمال کې وضعیت ترینګلی بللی او د خپلو پولو د امنیت او ممکنه ګواښونو د د مخنیوي لپاره د ګډو همکاریو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

تاجکستان په داسې مهال افغانستان سره خپلو سرحدي سیمو کې د شل زره اضافي عسکرو د ځای پرځای کولو او د روسیې په ګډون د مرکزي آسیا نورو هېوادونو سره د افغانستان د وضعیت او د ګډو همکاریو رامنځته کولو په موضوع خبرې کوي، چې په تیرو درې ورځو کې د طالبانو لخوا د بدخشان ولایت د ۲۱ ولسوالیو له نیولو وروسته له ۱۵۰۰ څخه زیات افغان عسکر تاجکستان ته سره تښتېدلي دي.

ددې سربیره د بدخشان د یو شمېر ولسوالیو لسګونه ملکي مامورین هم دغه هېواد ته تښتېدلي، چې اوس مهال تاجک چارواکي هڅه کوي د کابل حکومت سره په همغږۍ هلته ورغلي ټول افغان عسکر او مامورین بیرته افغانستان ته راستانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x