
بدخشان، نیمروز او بادغیس کې درې نورې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ولسوالیو د ځنځیري سقوط د لړۍ په دوام په نیمروز، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې درې نورې ولسوالۍ له ورسره تړلو دولتي تاسیساتو سره یو ځای د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د طالبانو ویاند «قاري محمد یوسف احمدي» پر ټويټر لیکلي، چې د بادغیس ولایت د «ابکمري» او د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالیو مرکزونه، امنیه قومندانۍ او ورسره تړلي نور دولتي تاسیسات د طالبانو لاس ته لوېدلي دي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات «غنیمت» شوي دي.
#الفتح:
مهم: د اسلامي امارت مجاهدینو د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
نن سهار د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټول تأسیسات د دښمن له شتون څخه تصفیه او د مجاهدینو په کنترول کې شول.
ډيره وسله، وسائط او مهمات د مچاهدینو لاس ته ورغلل.
احمدی— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 6, 2021
نوموړي په یو بل ټویټ کې د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د نیول کېدو خبر هم ورکړی.
احمدي ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د مرکز په نیولو سره حکومتي عسکر تاجکستان ته وتښتېدل او وسلې او مهمات یې له ځانه سره یووړل.
#الفتح:
مهم: د مجاهدینو د پرلپسې پرمختګونو په دوام د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ مرکز هم له ټولو ملحقاتو سره د دښمن له وجود څخه پاک او د مجاهدینو تر ولکې لاندې راغلی.
غلام دښمن د پولې بلې غاړي تاجکستان هیواد و تښتید او پوځي وسائط، وسلې او مهمات یې هم هلته له ځان سره وړي دي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 6, 2021
حکومتي سرچینو که څه هم تر دې دمه د یادو دریو ولسوالیو د سقوط په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ولسوالیو د سقوط دا ځنځیري لړۍ له تېرې څه باندې یوې میاشتې را پدېخوا را پيل شوې، چې په پایله کې یې تر یو سل پنځوس زیاتې ولسوالۍ د طالبانو تر بشپړ واک لاندې شوې دي او حکومت ترې په شا شوی.
د بدخشان ولایت تر شلو زیاتې ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د مرکز په ګډون په دریو ولسوالیو کې دولتي عسکر مېشت دي.
د کابل حکومت امنیتي بنسټونه که څه هم د ولسوالیو سقوط ته د «تکتیکي شاتګ» نوم ورکوي، خو د ملي امنیت شورا سلاکار بیا د طالبانو په وړاندې د تعرضي عملیاتو د پيلېدو خبر ورکوي.
حمدالله محب وایي، په شمال کې د طالبانو بریدونو حکومت حیران کړی او دولتي عسکرو کله هم داسې تمه نه درلوده، چې طالبان به په شمالي ولایتونو کې دا ډول بریدونو ته زور ورکوي.
ورته مهال په شمالي ولایتونو کې د طالبانو له پرمختګونو سره هم مهاله زرګونه دولتي عسکر ګاونډي هیواد تاجکستان ته تښتېدلي، چې تېره ورځ یې د کابل حکومت مشر په اړه د تاجکستان له ولسمشر سره خبرې هم کړې وې.
دیر شه الحمدالله