قبایل: که امریکا برید وکړی په وړاندی به یی جهاد اعلان کړو؛

(نن ټکی اسیا سپټمر۲۰۱۱/۲۸) لنډیکوتل: تیره ورځ په سلګونو قبایل  دپیښور اوتورخم په لویه لاره دلنډیکوتل سیمي ته څیرمه دیوي غونډي په ترڅ کی راټول شوی وو، دغونډي برخه والو دامریکی ومتحده ایالاتو ته ګوت څنډنه کړي وه، ویل یی که چیري امریکا پرقبایلي سیمه باندی دالقاعده اویاهم دحقاني ډلي دطالبانو په پلمه بریدوکړي دقبایلو له لوري به سخت عکس العمل سره  مخ شي اوپه وړاندی به یی دجهاد اعلان وکړي.

په دي وروستیو کی دپاکستان او امریکي ترمنځ اړیکي ډیري ترینګلي شوی دي، امریکه دپاکستان حکومت اوڅارګره اداره په دی سره تورنه وي چي دحقاني ډلي له طالبانو سره اړیکي لري او ورسره مرستي کوي.

امریکی په وار وار له پاکستاني چارواکوڅخه غوښتی چي دحقانی ډلي طالبانو په وړاندي په وسلوال برید لاس پوري کړي، خوپاکستاني چارواکي بیا دامریکا له لوری دپاکستان اوحقاني ډلي طالبانو ترمنځ هررنګه اړیکي ردوي.

پاکستاني چارواکو ویلي ځواکونه یی له وړاندی لا له طالبانوسره په یوه پراخه سیمه کی په جنګ اخته دی اونشي کولای چی په سیمه کی دوسلوالوی په وړاندی بل محاذ هم خلاص کړی.

په کابل کی دتیرو ورځو پرله پسي بریدونو څخه وروسته اوس امریکا کوښښ کوي چی دحقاني ډله طالبان به تورلیست کی شامل کړي.

یوه سیاسی شنونکی له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل داچی امریکه غواړي دحقاني ډلی طالبان په تورلیست کی شامل کړی اوپه عین وخت کي  ادعا کوي چي دپاکستان حکومت اوڅارګره اداره یی له حقاني نیټ ورک سره اړیکی لري او ورسره مرسته کوي، دابه دا معنی ولري ګواکی دپاکستان حکومت دترهګرو پالونکي اوساتونکی هیوادی دي، اوهمدارنګه دامریکي له لوري دارنګه کړنه دپاکستان اوافغانستان حکومتونو له لوری له طالبانو سره روانی دسولي هلي ځلي له خنډ سره مخ کړي.

تیره ورځ دپیښور اوتورخم پرلویه لاره لنډیکوتل کی دپاکستان دجماعت اسلامي ګوند په مشري په سلګونه قبایل راټول شوی وو، دغونډي برخه والو زیاته کړه کچیري امریکایان دپاکستان پرخاوره بریدکوی په وړاندی به یی جهاد اعلان کړي.

عینی شاهدان وایی په سلګونو لاریون کونکو چی لاسونو کی ټوپکي  او داسي بیرغونه نیولي وو چی قرانی ایاتونه اودامریکي ضد شعارونه اور باندی لیکلي وو، امریکي په خلاف شعارونه ورکول.

دجماعت اسلامی دګوند یوه وتلي غړي سراج الحق دغونډی برخه والوته دخپلو خبروپروخت وویل که کچیري امریکه پرپاکستان برید کوي نو په وړاندي به یی دجهاد اعلان وشي.

سراج الدین زیاته کړه ټول ملت به دامریکایانوپه وړاندي په وسلوال جهاد لاس پوري کړی اودامریکایانو په خلاف به دپاکستان له وسلوالو ځواکونوسره اوږه په اوږه ودریږی.

نوموړی وویل که څه هم  جماعت اسلامی دپاکستاني په پارلمان هیڅ رکنیت نه لری، لیکن په هیواد کی دامریکي په خلاف دخلګونفرت زوراخیستی دي، نوموړی وویل  دامریکی په وړاندي دپاکستاني اولس نفرت پرافغانستان باندي دامریکی له لوري د ناروا یرغل اوبرید عکس العمل دی.

له دی څخه مخکي چي لاریون کونکی دلنډیکوتل په وړاندي حرکت وکړي په لاسونوکی یی کلاشنکوفونه نیولي وو، ناري یی وهلي مرګ پرامریکا تل دی وي جهاد اوسپیڅلي مبارزه.

دپاکستان اوامریکی ترمنځ ډیري نژدی اوټینګی اړیکی له هغه وخته راپدي خوا دخرابید په لور رواني وي له کله څخه چي امریکایانو داسامه په وړاندي دروان کال دمی په میاشت دپاکستان دایبټ اباد په ښارکی یولوریځ عملیات ترسره کړل.

شنونکي وایی امریکا ددي لپاره چي په افغانستان کی و ۱۴۰۰۰۰ عسکرو ته اړین مواد ورسوی پاکستان ته اړتیا لري، ځکه امریکا په وچي کی راګیرشوی افغانستان ته ټول ضروري مواد دپاکستان له خاوري څخه تیروي، اوله دی سره سره دامریکي لپاره اړینه ده چي دپاکستان او افغانستان پرپوله باندی دوسلوالو دځپلو لپاره دپاکستان مرسته ترلاسه کړي.

بخت الرحمن بخت ( نن ټکی اسیا)