افغانستان

طالبان: کابل حکومت ته د سولې ليکلې طرحې د ورکولو رپوټونه بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): رویټرز خبري اژانس د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په حواله په خپاره کړي رپوټ کې ادعا کړې وه، چې د سولې خبرو د چټکېدو په موخه راتلونکې مياشت طالبان د کابل حکومت ته د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کوي، خو طالبانو دا رپوټ بې بنسټه بللی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوي وټس اپ پيغام کې ويلي: « په ځینو رسنیو کې یو بې اساسه خبر خپور شوی چې ګواکي اسلامي امارت د سولې لپاره کومه طرحه یا پروګرام جوړ کړی او په راتلونکې میاشت کې به يې کابل ادارې ته ور کوي.»

طالبانو د رویټرز خبري اژانس له نوم يادولو پرته دا رپوټ رد کړی او بې بنسټه يې بللی دی.

طالبانو دا رپوټ په داسې حال کې رد کړی، چې تېره ورځ د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي و، چې دوی اوس هم د افغانستان بحران يوازې له پوځي لارې نه غواړي او اوس هم د دې کشالې سياسي حل لارې ته ژمن دي.

د طالبانو د وروستيو پرمختګونو او ولسواليو د نيولو په اړه ښاغلي شاهين ويلي و، چې دوی تر ډېره دغه ولسوالۍ او پوځي قرارګاوې د جګړې پر زور نه، بلکې د سيمې د قومي مشرانو او سپين ږيرو د منځګړيتوب په نتيجه کې له جګړې او وينې تويولو پرته نيولي دي.

د قطر دفتر وياند زياته کړې، چې دوی له پوځي لارې د پلازمينې کابل د نيولو هوډ نه لري او د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره خپلمنځي خبرو اترو ته لومړيتوب ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دریدلی

له دې څخه مطلب څه ده چې د طرحې وړاندې کول یې رد کړي، دا په دې معنی چې طالبان هیڅ کومه طرحه او برنامه نلري.‌ حکومت او حکومت داري په دې نه کیږي چې ووایاست سوچه اسلامي حکومت غواړو راشه دې ولس ته تشریح کړه چې ستا اسلامي حکومت یعنې څه ولې ډاریږئ ټول ولس اسلامي حکومت غواړي خو دا اسلامي حکومت تشریح غواړي‌ کنه. راشئ د اسلامي اصولو په رڼا کې دې هیواد ته یوه طرحه وړاندې کړي د پنجاب او پاکستان برنامې مه تطبیقوی. ستاسو هغه ستر مشر نه پوهیږم تر دریم یا څلورم ښوونځی لوستی هغه… نور لوستل »

ګوم نام

#لیب قران او خدای نه منی دوی سوله پی کوی یاره دا اسی چټیاټ دی دوی به وژنه او جنګ کوی بس

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx