ورزش

د پاریس او مانچسټر کلبونو په نه لیوالتیا کې، رونالډو غواړي یوونتوس سره تړون وغځوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې بهرني هیڅ کلب سږکال د کریستیانو رونالډو په رانیولو کې لیوالتیا څرګنده نه کړه، نوموړی غواړي د یوونتوس کلب سره خپل تړون تر ۲۰۲۳م کال وغځوي.

د نړۍ مشهور فوټبال ستوری رونالډو په ۲۰۱۸م کال کې له ریال مدرید څخه په دې خاطر یوونتوس لوبډلې ته لاړ تر څو دغه ایټالوي کلب ته د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټي، خو نوموړی په پرلپسې توګه ناکام شو.

په یوونتوس کې له ناکامېدو وروسته رونالډو غوښتل دغه لوبډله پریږدي او بېرته ریال مدرید ته ستون شي، خو ریال مدرید په نوموړي کې لیوالتیا ونه ښودله او دا یې په اوس وخت کې د خپلې لوبډلې لپاره مناسب ونه باله.

له هغه وروسته رونالډو غوښتل فرانسوي کلب پاریس سان جرمان یا خپلې پخوانۍ لوبډلې مانچسټر یونیټډ سره یوځای شي، خو د ځوانو لوبغاړو غوښتنې د رونالډو علاقه داري له منځه وړې ده.

اوس په یوه ناڅاپي بدلون کې د رونالډو وکیل ایټالوۍ ورځپاڼې ته تایید کړې چې پرتګالی ستوری غواړي له یوونتوس کلب سره خپل تړون تر ۲۰۲۳م کاله وغځوي.

له دې وړاندې د یوونتوس کلب مشر هم تایید کړې وه چې د رونالډو له لوري ورته د لوبډلې پریښودو خبر نه دی ورکړل شوی او نه هم دغه کلب په پام کې لري سږکال رونالډو بلې لوبډلې ته انتقال کړي.

۳۶ کلن رونالډو په یوونتوس لوبډله کې درې فصلونه ولوبېد، خو د اروپا اتلانو لیګ (چمپینز لیګ) په ګټلو کې ناکامه شو، او بالاخره یې د ایټالوي لیګ «سیریا ای» اتلولي هم له لاسه ورکړه، خو اوس په همدغه لوبډله کې د نوموړي پاتې کېدلو د فوټبال مبصرین حیران کړي دي.

یوې بلې ایټالوۍ ورځپاڼې (La Gazzetta dello sport) ویلي، یوونتوس کلب غوښتل نور د رونالډو له ستر کلني معاش چې ۳۰ ملیونه یورو کیږي ځان خلاص او نوموړی چې د بازار نرخ یې له بل هر وخت کم ۴۵ ملیونه یورو دی وپلوري.

ټاکل شوې ده د رونالډو تړون به د راتلونکې فصل په پای سره ختم شي، خو که نوموړی خپل تړون وغځوي هغه به د ۲۰۲۳م کال پورې دغه لوبډله کې پاتې شي.

پورتنۍ ورځپاڼې د راپور په تناظر کې یادونه کړې، د رونالډو د پریکړې د بدلون اصلي لامل دادی چې پاریس او مانچسټر لوبډلې دواړه پرتګالي ستوري سره تړون ته لیواله نه دي.

په بل راپور کې ویل شوي چې د اروپا فوټبال اتلولیو له پای وروسته به د رونالډو وکیل د ایټالیا تورین ښار ته د نوموړي د تړون غځولو په پار سفر وکړي، خو داسې بریښي چې یوونتوس کلب نه غواړي رونالډو راتلونکی کال له کومې ګټې پرته دغه لوبډله پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx