ورزش

انګلستاني لوبغاړو کې د کرونا مثبتې پېښې، پاکستان پر وړاندې سیالیو لپاره یې نوې لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د انګلستان کرکټ لوبډلې سریلانکا لوبډلې سره له سیالیو او ویټالیټي بلاسټ لیګ کې له ګډون وروسته ۷ لوبغاړي او د مدیریت ټیم غړي په کرونا اخته شوي دي.

د انګلستان کرکټ بورډ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې سریلانکا سره له سیالیو او په انګلستان تجارتي لیګ ویټالیټي بلاسټ کې له ګډون وروسته یې په ۳ لوبغاړو او ۴ د مدیریت ټیم غړو کې د کرونا معاینات مثبت ختلي چې اوسمهال قرنطین شوي دي.

انګلستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې لومړۍ سیالۍ لپاره د بین سټوکس په مشرۍ بشپړ نوې او د دویمې درجې ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه، په دې لوبډله کې د بین سټوکس، ډیویډ ملان او ثاقب محمود سربېره نوي او د کورني سیالیو لوبغاړي شامل شوي دي. دغه راز د یادې لوبډلې لپاره نوی روزونکی هم وټاکل شو.

بین سټوکس په لومړي سر کې د یادو سیالیو لپاره په انګلستان لوبډله کې نه و شامل شوی خو له یادې پېښې وروسته نوموړی د اوسمهال لپاره د یادې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

یاد کرکټ بورډ وایي چې د پاکستان سره راتلونکې سیالۍ به د مهالویش سره سمې پېل شي، خو په لوبډله کې به بشپړ نوي لوبغاړي شامل شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیریز د پنجشنبې په ورځ د جون په ۸مه نېټه په کاردیف ښار کې پېل کیږي.

پاکستان لوبډله وار دمخه انګلستان ته رسېدلې او هلته یې تمرینات پېل کړې دي، په یاده لوبډله کې بابر اعظم لوبډلمشر، محمد رضوان، شاهین شاه افریدي، حسن علي او داسې نور شامل دي.

د کرونا ویروس په کمېدو او د واکسیناسیون پراخ بهیر سره د انګلستان حکومت تازه په هېواد کې نږدې ټول بندیزونه لرې کړي، او په سپورتي لوبغالو کې یې د نندارچیانو ورتګ ته بشپړ اجازت ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx