ورزش

د اروپا فوټبال اتلولۍ لومړۍ نیمه پایلوبه نن شپه ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د اروپا فوټبال اتلولیو لومړۍ نیمه پایلوبه نن شپه د ایټالیا او هسپانیا فوټبال لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ویمبلي لوبغالي کې ترسره کیږي.

هسپانیا لوبډلې په کواټر پایلوبه کې سویزرلینډ لوبډلې ته له پینالتي شاټونو وروسته ماتې ورکړه، دغه راز ایټالیا خپل سیال بیلجیم ته په ۲-۱ کواټر پایلوبه کې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې ده.

د هسپانیا او ایټالیا لوبډلو ترمنځ د اروپا فوټبال اتلولیو لومړۍ نیمه پایلوبه نن د شپې د افغانستان پر وخت په ۱۱:۳۰ بجې پېل کیږي.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ پرتله وشي، هسپانیا پر ایټالیا وړاندې ده، دوی په ۱۴ نړیوالو لوبو کې مخامخ شوي چې یوازې دوه ایټالیا ګټلي، ۷ مساوي شوي او پاتې پنځو کې هسپانیا بری ترلاسه کړی دی.

خو د اروپا فوټبال اتلولیو په روانو سیالیو کې ایټالیا په تېرو ۶ لوبو کې شپږ واړه بریاوې خپلې کړي په داسې حال کې چې هسپانیا درې بریاوې او درې مساوي کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د یادو اتلوليو په دوهمه نیمه پایلوبه کې د ډنمارک او انګلستان لوبډلې سبا چهارشنبه د شپې مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx