افغانستان

کندهار ښار کې موټربم چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت مرکز په اوومه امنیتي حوزه کې د پولیسو په یو ماموریت موټربم چاودنې لږ تر لږه ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، دا پېښه نن د سه شنبې په ورځ ماسپښین دوه بجې د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په دغه موټربم چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.

که څه هم نوموړي په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو د کندهار ښار د میرویس روغتون مسئولین بیا وايي، چې د چاودنې له ځایه یو جسد او ۲۴ ټپيان ور لیږدول شوي دي.

د روغتیايي مسئولینو د معلوماتو له مخې په ټپیانو کې ۹ عسکر او ۱۵ ملکیان شامل دي.

په ورته مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې هدف د صفر ۶ قطعې مرکز او هغه عملیاتي قوه وه، چې د پنجوايي او ژیړۍ ولسوالۍ جګړو لپاره د تیاري په حال کې وه.

دا په داسې حال کې ده چې همدا ورځ د کورنیو چارو وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال او لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي په ګډون یو لوړ پوړي امنیتي پلاوي د کندهار د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی ؤ.

باید وویل شي چې دا مهال د کندهار له ټولو ۱۶ ولسوالیو څخه ۹ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو سره دي او پاتې ولسوالۍ یوازې مرکزونه یې حکومت او ډیری سیمې یې د طالبانو لخوا اداره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx