افغانستان

اتمر: تر اتیا زیاتې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر  «حنیف اتمر» ومنله، چې طالبانو له حکومت تر اتیا زیاتې ولسوالۍ نیولې دي.

اتمر نن په کابل کې د بهرنیو هیوادونو له یو شمېر سفیرانو سره په ناسته کې ویلي، چې تر اتیا زیاتې ولسوالۍ له دې امله چې حکومت د وړاندې جوړ شوي پلان په اساس ترې خپل ځواکونه ایستلي دي، د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

اتمر ددې تر څنګ زیاته کړې، چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو له امله تر پنځلس سوه زیات افغانان چې زیاتره یې پوځیان دي، تاجکستان هیواد ته اوښتي.

نوموړي طالبان تورن کړل، چې د جګړې د شدت کچه یې لوړه کړې او پر کړو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل دی چې حکومت په رسمي ډول د طالبانو له لوري د ولسوالیو د سقوط راپورونه مني.

د کابل حکومت د ملي امنیت شورا او کورنیو چارو وزارت بیا وایي، طالبان پر هيڅ ځای دایمي ولکه نه لري او نه هم د کومې ولسوالۍ مرکز سقوط شوی دی.

امنیتي بنسټونه ادعا لري، چې حکومتي ځواکونو د یو شمېر ولسوالیو له مرکزونو څخه «تکتیکي شاتګ» کړی دی.

بل لور ته طالبان بیا وایي، تر یو سل او پنځوس زیاتې ولسوالۍ یې تر واک لاندې دي او حکومتي عسکر یې ترې ایستلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان خو به ښه خوشحال وی چی ولسوالی مو نیولی دی خو زه ورته وایم چی ګوری هغه وخت در یاد کړی چی مدرسی مو رخصت کړی ټول چڼی مو پر مزار شریف ور ایله کړل نتیجه ای څه شوه؟ اوس هم هماغه تاریخ تکراریږی خو په یوه چل ول سره. کله مو فکر کړی چی خلک ستاسو نه څه غواړی؟ دا ولسوالی به په چا ساتی؟ خلک ستاسو ښو کارونو ته سترګی په لار دی چی لوږه ورکه کړی او هوسا ژوند خلکو ته ور په برخه کړی، آیا تاسی په ولسوالیو کی اعمرانی کارونه کوالی شی یا دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x