ورزش

اروپا فوټبال اتلولي: ایټالیا نیمه پایلوبه کې هسپانیا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د اروپا فوټبال اتلولیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ایټالیا لوبډله وتوانېدله له جالبې او په زړه پورې لوبې وروسته هسپانیا ته په پينالتي شوټونو کې ماتې ورکړي او پایلوبې ته یې لار وموندله.

هسپانیا لوبډله چې تر ډیره یې په لوبه کې حاکمیت درلود خو ونه توانېدله په ټاکلي وخت کې ګټونکی ګول ووهي، چې په دې سره له ۱۲۰ دقیقو وروسته د پينالتي شوټونو پریکړه وشوه.

د نیمه پایلوبې لومړۍ نیمایي کې هسپانیا لوبډله بشپړ قابضه وه چې ځینې فرصتونه یې ضایع کړل، په ځواب کې د دوهمې نیمایي په ۶۰مه دقیقه کې ایټالیا د فیدریکو کییزا په مرسته یوازینی ګول راوړ او مخکې والی یې ترلاسه کړ.

د لوبې په جریان کې د هسپانیا مخکښ لوبغاړي الویرو موراټا په ۸۰مه دقیقه کې غوره ځوابي ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه، خو نوموړي د پينالتي پرمهال مهم شاټ میس کړ چې تر ډیره د هسپانیا د ماتې لامل شو.

https://youtu.be/DQNLVQGfvio

د هسپانیا او ایټالیا لوبډلو ترمنځ لوبه تر ۹۰ دقیقو ۱-۱ مساوي شوه، په ۳۰ اضافي دقیقو کې هم کومه لوبډله په ګول وهلو ونه توانېدله چې د پينالتي شاټونو پریکړه وشوه. ایټالیا په پينالتي شاټونو کې په ۴-۲ بریا خپله کړه او د اروپا فوټبال اتلولۍ پایلوبې ته یې لار وموندله.

ایټالیا لوبډله به د دوهمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډلې سره مخامخ کیږي، دغه لوبه د ډنمارک او انګلستان لوبډلو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د انګلستان په ویمبلي لوبغالي کې د نندارچیانو په شتون کې ترسره کیږي.

باید وویل شي چې د اروپا فوټبال اتلولۍ پایلوبه به د جون په ۱۱مه نېټه د برتانیا په پلازمینه لندن کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx