نړۍ

پاکستان ته د نورو افغان کډوالو د تلو امکان؛ چارواکي د لنډمهاله کمپونو په جوړولو فکر کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، د افغانستان وضعيت په اړه يې د ایران او ازبکستان له ولسمشرانو سره سلامشورې پيل کړي او هڅه کوي، چې هلته د خپلمنځي جګړو او وينې تويېدو مخنیوی وشي.

عمران اندېښنه ښکاره کړې، که په افغانستان کې سوله او کراري را نه شي، نو زيان به يې نه يوازې افغانستان، بلکې ګاونډيو هېوادونو ته هم ورسيږي او ښايي پاکستان ته د نورو کډوالو د ورتګ خطر هم رامنځته شي.

د پاکستان لومړي وزير دا اندېښنه په داسې حال کې ښکاره کړې، چې له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ په وروستۍ مرحله کې ده، بل لور ته په دوحه کې بین الافغاني خبرې هم تر ډېره په ټپه ولاړې دي او ورځ تر بلې ډېرې سيمې د حکومت له کنټروله وځي.

عمران خان وايي، د افغانستان ټول ګاونډيان او نړيواله ټولنه بايد په شريکه هڅې وکړي، تر څو په افغانستان کې د ممکنه کورنۍ جګړې مخنیوی وشي.

هغه زياته کړې، که په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېښه شي، نو نه يوازې دا، چې لکونو افغانان به پاکستان ته کډوال شي، بلکې ورسره به د پاکستان او مرکزي اسيا هېوادونو تر منځ پر روانې سوداګرۍ هم منفي اغېز وشي.

تېره اونۍ د پاکستان د ملي امنيت شورا په غونډه کې داسې اندېښنه ښوول شوې وه، چې ښايي په افغانستان کې امنيتي وضعيت ترينګلی شي او له پنځو تر اوو لکو پورې افغانان پاکستان ته کډوال شي.

پاکستاني چارواکي وايي، که افغانان پاکستان ته کډوال شي، نو دوی به د افغانستان پولې ته څېرمه ورته لنډمهالي کمپونه جوړ کړي او تر همدغې سيمې پورې به يې محدود وساتي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرينو چيف کمشنر سليم خان ويلي، د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه وضعيت عادي دی او اوسمهال پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ شونتیا نه شته.

د سليم خان په باور پاکستان ته د افغان کډوالو د ممکنه ورتګ له امله ګڼ غوراوي تر نظر لاندې نيول شوي او ښايي په ځينو سيمو کې ورته لنډمهالي کمپونه جوړ شي.

افغان کمشنر وايي، اوسمهال په پاکستان کې درې ميليونه راجسټر  او همدارنګه لکونو غیر راجسټر افغان کډوال اوسيږي.

سليم خان وايي،که په افغانستان کې امنيت او ثبات راشي، نو افغانان به نورو هېوادونو ته کډوالۍ ته نه مجبوريږي او کېدای شي ورسره په پاکستان کې لکونه مېشت کډوال هم بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د مونږه ته د عزت او ابرو مرګ راکړی خو نور دی مونږه د بیغرتو، رزیلو پاکستانیانو خواته مهاجرت ته نه مجبوره وی. الله د مونږه نور لدی بی عزته ژوند څخه وژغوری د مطلق کافرو ملک کی بدی عزت او عقت خوندی وی خو نه پاکستان کی. بیا بالخصوص پدی اوسنیو شرایطو کی. ##دی پر هغو ګل خانانو شی. لږ دا تصویر ته وګوری آیا دا اسلامی او انسانی ژوند دی؟ الله دی مونږه ور څخه حفظ لری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx