
د بادغیس آخري ولسوالي هم طالبانو ونیوله
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو په سویل کې پرته قادس ولسوالي چې له تیرو څو اونیو راپدېخوا کلابنده وه، تیره شپه طالبانو نیولې ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د ولسوالۍ په مرکز کې کلابندو عسکرو د جګړې او مخالفت څخه لاس اخیستی او خپلو ټولو وسلو او تجهیزاتو سره ورته تسلیم شوي دي.
قادس ولسوالي چې د مرکز قلعه نو په سویل کې پرته ستراتيژيکه ولسوالي بلل کیږي، ختیځ لور ته یې د جوند ولسوالي، لویدیځ لور ته یې مرکز قلعه نو، شمال لور ته د مقر او بالامرغاب ولسوالیو او سویل لورته د «بند سبزک» سره نښتې ده او له همدې لارې څخه یاده ولسوالي له هرات ولایت سره هم نښلول کیږي.
د بادغیس ولایت له مرکز قلعه نو پرته قادس یوازینۍ ولسوالي وه، چې د دولت په کنترول کې وه، چې ددې ولسوالۍ په نیولو سره اوس طالبانو ددې ولایت په مرکز د کلابندۍ کړۍ نور هم راتنګه کړې ده.