
د بیان د آزادۍ حقیقت
قاري عبدالستار سعید
په ټولنییزو رسنیو کې تود بحث د هغې مرکې د نه نشرولو په اړه دی چې شمشاد ټیلویزیون د دعوت او ارشاد کمیسیون له مشر ملا امیر خان متقي صاحب سره کړې وه، لومړی ورته شمشاد پراخ کمپاین وکړ خو وروسته د کابل ادارې د فشار له امله نشر نه شوه. ځینې د دې مرکې سانسور د دموکراسۍ تاکتیکي شاتګ بولي او ډیر په دې نظر دي چې د بیان آزادي اصطلاح چې دا شل کاله یې اورو هغه کاذب شعار دی چې یوازې د خلکو د تیر ایستلو لپار بدرګه کیږي. راځئ لږ د ( بیان آزادي) په نوم دغه پدیده راوسپړو، چې دا ډیره موده یې اورو خو حقیقت یې لا هم سم نه دی روښانه شوی.
بیان خو خبرو ته وایي او آزادي هم شناخته مفهوم دی، معنی دا چې د خبرو آزادي. د خبرو آزادي د انسانانو یو طبعي حق دی، هر څوک کولای شي خبرې وکړي. حتی زموږ په عامه فرهنګ او فولکلور کې هم دا خبره مسجله ده او خلک متل کوي( په خدای او خبرو کې هر څوک حق لري) دغه راز په اسلام کې هر چا ته د خبرو حق خوندي دی، یوه زړه ښځه د اسلام د تر ټولو ځواکمن حاکم ( عمر فاروق رض) په وړاندې دریدلی او خپل نظر څرګندولی شي. اما په دې شرط چې بیان کوونکی به ځینې حدود رعایتوي، هغه دا چې له خبرو نه به ټولنې او یا خپله خبرې کوونکي شخص ته زیان نه پيښیږي.
نو چې د بیان آزادي دومره شناخته مفهوم دی، بیا ولې ورباندې غربیانو ګورت ګرځولی، خپله اختراع یې بولي، د تولیدي توکي په حیث یې نورو هیوادونو ته صادروي او له دموکراسۍ سره غبرګه د بیان د آزادۍ سرینده هم ترنګوي؟؟ خبره دا ده چې په غرب کې د وروستیو پیړیو تحول خورا ژور او هر اړخیز و، هلته نه یوازې دین هېر او دنیا محوره تفکر عام شو، بلکې د نظامسازۍ، اجتماعي اړیکو او د ژوند د بیلابیلو چارو د تنظیم لپاره هم په نویو بنیادونو نوي اصول او معیارونه معرفي شول.
په دې لړ کې یوه مهمه پدیده آزادي وه چې د ژوند ډيرو برخو ته شامله او یوه مهمه څانګه یې د بیان آزادي ده. د آزادۍ د اصل په اساس اروپایي تفکر انسان له ټولو دیني، اخلاقي او کلتوري محدودیتونو څخه آزاد اعلان کړ او د آزادۍ لپاره یې فقط یو حد وټاکه او هغه دا چې انسان تر هغه حده آزاد دی، تر څو یې د بل انسان آزادي نه وي تهدید کړې. معنی دا چې د آزادۍ لپاره حد بندي هم د کوم اخلاقي اصل په اساس نه بلکې خپله د آزادۍ د ساتنې او بقاء لپاره وضع شوې.
د بیان آزادي هم دوی په تیورۍ کې داسې اعلان کړه چې هر انسان د خپل فکر او عقیدې د بیان حق لری، انتقاد او اعتراض کولای شي، د نشراتو او رسنیز فعالیت حق لري. اما په عمل کې دوی دغه مفهوم هم د خپلو فکري، اقتصادي او تهذیبي ګټو په مسیر داسې برابر کړې، چې ها د چا خبره د چاقو په شان د نورو خيټې پرې څيري خو ځان ته پرې میوې سپينوي.
په تیورۍ کې د بیان آزادي تقریبا نامحدوده ده، یوازینۍ پوله یې هماغه ده چې باید د بل چا آزادي تهدید نه کړي، اما په عمل کې یې د بیان آزادي د توجیهي ریموټ بم په شان په یوه خوا برابره کړې، چې بیان، انتقاد او اعتراض باید په هماغه ټاکلي جهت آزاد وي، نه د دوی پر خوا.
په غربي ټېپ دموکراسیو کې د ددین پر خلاف، د اخلاقو او معنویت پر خلاف،د شرقي او اسلامي کلتور پر خلاف او له لیبرال دموکراسي نه علاوه د هرې سیاسي نظریې، شخص او ډلې پر خلاف بیان او انتقاد آزاد دی. حتی هغه کسان چې د یادو شویو نا غربي اقدارو پر خلاف بیان ورکوي، په هغو پوزخند وهي او توهینوي یې، د بیان د آزادۍ مخکښان هم بلل کیږي او شاید د نوبل په شان په درنو جائزو ونازول شي.
اما بر عکس د غربي اقدارو لکه لیبرال دموکراسي، نشنلیزم،ماده پرستي، سیکولرزم، سرمایه داري او نورو معاصرو غربي پدیدو په اړه د بیان څه بلکې په کې د شک ښکارولو آزادي هم نشته. تاسو وګورئ د سلمان رشدي په نوم اسیایي بې وطنه لیکوال په اروپا کې د اسلام او قرآن توهین کوي او تر یو میلیارد د زیاتو انسانانو (مسلمانانو) عقائد مسخره کوي. اما د برتانیې ملکې ورته ځانګړی لقب او افتخاري نښان ډالۍ کوي. خو د همدې برتانیې یو مشهور خبریال او مستندساز رابرټ فیسک چې په د فلسطین په قضیه کې یې امریکا او اسرائیل ملامت ګڼل او په غرب کې د یهودي لابي د کړنو په اړه یې مستند فلمونه جوړول په امریکا او نورو هیوادونو کې ځکه ورباندې بندیز ولګید چې ژورنالیستیک کار یې د امریکا او اسرائیل اړیکو ته خطر وبلل شو.
څو پیړۍ وړاندې په غرب کې د وستفالیا له کانفرانس وروسته ( دولت + ملت) د دین ځای ونیو، وطن او ملت د دین په ځای د انسانانو د تشخص، هویت او پیژندنې شاخص وګڼل شو. که پخوا به خلک مسلمان، عیسایي، بودایي و غیره بلل کیدل. له دې پیمان سره خلک په فرانسوي، هالنډي، امریکایي او نورو تقسیم شول. په دې ډول کرار کرار ملت پالنه او ملي ګټې د دین په شان د تقدس مرتبې ته پورته شوې او حتی اوس خو د هر هیواد خلک په ښکاره نعرې وهلي چې تر ټولو ستر ارزښت ورته عقیدوي مقدسات نه، بلکې خپله جغرافیوي محدوده او ملي ګټې دي.
د دې تفکر له حاکمیت سره د بیان آزادي یو مخ محدوده شوه، هغه دا چې د حاکم نظام پر خلاف هیچا ته د هیڅ ډول اظهار نظر حق نشته. خلک العیاذ بالله، د خدای، پیغمبر او ټولو مقدساتو په خلاف هر څه ویلی او لیکلی شي. مګر د ملي ګټو، ملي رهبرانو او هیوادنیو سمبولونو پر خلاف حتی چا ته د جائز انتقاد حق هم نشته. مثلا په سیکولر ترکیه کې د اسلام په پیغمبر صلی الله علیه وسلم انتقاد د بیان د آزادۍ په رڼا کې جائز بلل کیده. مګر په مصطفی کمال اتاترک باندې په انتقاد سره څوک د اعدام تر سزا رسیدلی شوای. که په کوم هیواد چا د خپل خلکو د سپیڅلي کتاب توهین وکړ، کومه خبره نه بلل کیږي، مګر که د هیواد بیرغ ته چا سپک نظر وکړ، نو د سخت ترین مجرم په شان ورسره چلند کیږي.
په دې ډول د بیان آزادي چې د ملت + دولت حاکم تفکر درنې زولنې ورواچولې وروسته، خبره له دولت او ملي ګټو څخه حکومت او چارواکو ته ورسیده، تر دې چې اوس خو په اکثره هیوادونو کې د پاچا، ولسمشر او یا پوځي مشر غوندې چارواکي هغه مقدس بتان بلل کیږي چې تر انتقاد لوړ دي. په دې ډول د بیان آزادي د حکومتونو په لاس کې هغه یو اړخیز تېغ شو چې یوازې د خپلو مخالفینو خیټې پرې څیري او خپل اړخ ته د اړولو اجازه یې چا ته نه ورکوي.
دا چې حکومتونه چا ته د اصولي او مؤثر انتقاد حق نه ورکوي، مګر کله نا کله د مظاهرو، شعاربازۍ او نارو سورو اجازه ورکوي، وجه یې دا ګڼل کیږي، چې په دې ډول ولس ته فرصت ورکول کیږي چې خپل قهر په همدې چیغو او شعارونو تخلیه کړي. حاکمان د داسې چیغو او مظاهرو په وخت کې په غوږو کې ګوتې نیسي نو ځکه خو هیڅ مظاهره د حساب وړ پایلې نه لري. حاکمانو ته یې ګټه دا ده چې د ولس د زړه بړاس په کې وځي او هغه خطر کمیږي چې دغه تاو د انفجار تر حده ورسیږي.
لنډه دا چې په غربي معنی د بیان آزادي ته دې خلک ډیر نه خوشاله کیږي، دا کومه داسې پدیده نه ده چې ولس ته دې خیر راوړي، بلکې حاکم غربي تفکر د خپلې درنې او نورو د سپکې لپاره ډیزاین کړې. په افغانستان کې د بیان د آزادۍ نتیجه یوازې فحشاء، بې بندوبارۍ، تعصب او نفرت پارول، شخصي سپکاوي، دروغ عامول او شخصیت وژل دي چې موږ یې وینو. د دې برعکس په اسلامي نظام کې د بیان او انتقاد آزادي د هر تبعه حق دی، چې غرض یې د حاکمانو او ټولنې اصلاح ده.