افغانستان

د بادغیس په مرکز کې د طالبانو او حکومت تر منځ درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د بادغیس ولایت د ټولو ولسوالیو تر نیولو وروسته طالبان ددې ولایت مرکز «قلعه نو» ښار ته ننوتلي او دا مهال یې له دولتي‌ عسکرو سره درنه جګړه روانه کړې.

روانه اوونۍ د بادغیس ولایت د مقر او ابکمري ولسوالیو تر سقوط وروسته تېره ورځ د بادغیس وروستۍ ولسوالي‌‌ «قادس» هم د طالبانو لاس ته ولوېده او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له دولتي عسکرو ولجه کړل.

تېره شپه د بادغیس د امنیه قومندانۍ آمر «خواجه مراد مرادي»، د ابکمري ولسوال «خداداد طیب»، د اربکیانو مشر‌ «ادهم»، د لومړۍ امنیتي حوزې آمر «محمد عمر» او د پولیسو ټولۍ مشر «سراج الدین» له خپلو دوو سوو عسکرو، اربکیانو او پولیسو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شول.

د بادغیس والي وایي، طالبان مرکز «قلعه نو» ښار ته داخل شوي‌ او دولتي‌ چارواکو په مرکز کې شته یوې قرارګاه کې پناه اخیستې.

نوموړي که څه هم نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ځایي خبري سرچینې وايي، طالبانو د ولایت مقام او د قلعه نو ځیني سیمې نېولې دي او دا مهال پر امنیه قومندانۍ درنه جګړه روانه ده.

پر ټولنیزو رسنیو باندې خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېږي، چې طالبانو د بادغیس له مرکزي زندان ټول بندیان خلاص کړي او په مرکز قلعه نو کې تحرکات لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح قریب
د الله ج نصرت چه راشی فتح نزدی کیږی یا فتحی رامنځته کیږی
دا د الله ج فرمان دی ، د امریکا او دجال فرمانونه د دی مقابل کی خس او خاشاک هم نه دی
الله ج د بریاوو د پاره وسلی او وسیلی شرط نه دی ټاکلی بلکه ایمان یی د بریاوو شرط ټاکلی چه ویی لرو ( انتم الاعلون ان کنتم ) تاسی بریالی یاست که مومنان یاست یا ایمان لرۍ

عبدالواحد اڅګزۍ

دقرآنکریم پراحکاموقانون جوړکۍ عوام مه تنګوۍ دمنګراتوپرنامه كِتٰبٌ اَنۡزَلۡنٰهُ اِلَيۡكَ مُبٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوۡۤا اٰيٰتِهٖ وَلِيَتَذَكَّرَ اُولُوۡا الۡاَلۡبَابِ‏ ﴿۲۹﴾۳۸سوره ص.معنی:   داکتاب چه موږنازل کۍپرتاباندی برکت والادۍ چه دوی غوروکړی ددوی په آیاتونوکښی اوچه نصیحت حاصل کی دعقل والا لا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَك      بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَ ق لآانفصام لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيم سوره البقره:۲۵۶معنی:نسته زبردستی په دین کی بیشکه ښکاره سوۍ دۍ هدایت دګمراهۍ نه نوڅوک چه ونه منی دشیطان اوایمان راوړی پرالله نوبیشکه هغه نیولی ده کړۍ مضبوطه چه نسته ماتیدل دهغی اوالله اوریدونکۍ پوه دۍ.  ٌ مَّنْ يُّطِــعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx